fbpx

په ولسمشریزو ټاکنو کې له ټكنالوژۍ ګټه اخيستل کېږي

د ټاكنو خپلواک كمېسيون وايي، د جمهوري رياست راتلونكې ټاكنې به له ټكنالوژۍ په ګټې اخيستنې ترسره شي.
د دغه كمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په كابل كې په يوه خبري غونډه كې په دې اړه د ټاكنو خپلواک كمېسيون اعلاميه ولوسته.
په اعلاميه كې راغلي، د سياسي ګوندونو وړانديز ته په پام، دا چې د ولسي جرګې ټاكنو ته شاوخوا ۷۰ ورځې پاتې دي، نو په دې ټاكنو كې د راى وركولو پروسې ټكنالوژيكي كول ناممكن دي، خو د جمهوري رياست په ټاكنو كې به له ټكنالوژۍ ګټه پورته شي.
په اعلاميه كې له ملي يووالي حكومت او نړيوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د ياد تصميم د عملي كولو لپاره د ټاكنو خپلواک كمېسيون ته لازمه بوديجه وركړي.
په همدې حال كې هاشمي د ټاكنيز شكايتونو له كمېسيونه وغوښتل، چې ولسي جرګې ته د كانديدانو وروستى لېست له خپلو موندنو سره ډېر ژر وروسپاري.
نوموړي زياته كړه، د دې لېست په سپارلو كې ځنډ به د ټاكنو د ځنډېدو سبب شي.