The news is by your side.

عبدالله: امارت افغانانو ته د منلو وړ نه ده

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو دا فکر چې امارت به یو ځل بیا پر افغانانو وتپي د منلو وړ خبره نه ده

هغه د جنرال عبدالرازق د دویم تلین پروګرام کې چې د لويي جرګې د غونډو تالار کې جوړ سوی وو، وویل که طالبان دا فکر کوي چې د ولسوالۍ نیول او یاهم پر ولایتونو باندې فشار راوستلو سره به دوی بریا ترلاسه کړي دا سمه نه ده ځکه دا هغه ناسمه محاسبه ده چې افغانان يې کلونه کلونه کیږي له سولې بې برخې کړي دي هغه وویل که طالبان دا فکر کوي چې د امریکا له وتولو وروسته به یوځل بیا پر افغانانانو امارت راسي نو دا په هیڅ صورت او حالت افغانانو ته د منلو وړ پریکړه نه ده

په ورته مهال د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د طالبانو په هکله تازه څرګندونې کړي او ویلي يې  دي ې طالبان هلمند کې د خلکو له بې کوره کولو پرته بله لاسته راوړنه نلري او خلک زوروي، ښاغلي صالح ویلي چې طالبان له تیرو نهه میاشتو راپه دې خوا د جګړې تیاری نیوی هغه دا څرګندونې د جنرال عبدالرازق د دویم تلین په لمانځ غونډه کې وکړې چې د لويي جرګې د غونډو تالار کې جوړه سوې وه  صالح وویل چې دا سوال دی کچیري طالب د هلمند بچی دی بیا ولې خلک ترې کرکه لري او ځیني تښتي

په ورته وخت کې د فغان سولې لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان کې وروستیو جګړو ته په اشارې ویلي چې له طالبانو سره د سویو ژمنو په هکله اقدامات کیږي له سره تنظمیږي

تازه طالبانو د نورو ولایتو ترڅنګ هلمند کې سختې جګړې کړې چې پر مهال يې زرګونه خلک بې کوره کړي او زیات شمېر يې د سولې په هکله شک کې اچولي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.