fbpx

د کابل بانک د ساتونکو مشر محکمې په اعدام محکوم کړ

د جمشید په نوم هغه کس چې څه باندې دوې میاشتې مخکې یې د ارزګان مرکز ترینکوټ کې د نوي کابل بانک مدیر علي ارسلان په ګډون ددغه بانک مرستیال عبدالباسط او دوه نو ر کار کوونکی وژلي وو په اعدام محکوم شو.
جمشید مرکز ترینکوټ کې د نوی کابل بانک د ساتونکو قوماندان و چې فزیکي شخړه کې یې د بانک درې کارکوونکي په ډزو وژلي و.
د ترینکوټ ښاري محکمې هغه تېره ورځ د نقدي جریمې تر څنګ په اشد مجازات یعنی اعدام محکوم کړ.
د ترینکوټ اوسېدونکي د جمشید علني اعدام غواړي.
جمشید دوه نورې محکمې هم په مخ کې لري او کولای شي چې خپل وړاندیزونه وکړي.