The news is by your side.

په کوټه کې د وژ ل شويو وکيلان دوهم تلين ولمانځل شو

په بلوچستان کې وکيلانو د اتم اګست  د شهيدانو ورځ  د يوشمېر مراسمو په  ترڅ کې ولمانځله،  په دغه ورځ  لسګونه  د محکمې وکيلان وژل شوي وو.

په  بلوچستان ايالت  کې دوه کاله  وړاندې د وژل شويو لسګونه  وکيلانو دوهم  تلين د يوشمېرغونډو په  ترڅ  کې ولمانځل شو. د پېښي پرضد د وکيلانو او مدني ټولنې د فعالينو له  خوا غونډې وشوې چې په کې وژل شويووکيلانو  ته  د عقيدت پيرزوينې وړاندې شوې.

په  کوټه کې د وکيلانو د اتحاديې پخوانی مشر نصرالله  اڅکزی وایي، په  ايالت کې د وکيلانو ژوند خوندي نه  دی، حکومت  بايد د وکيلانو د ژوند خونديتوب  لپاره  ګامونه  واخلي.

دوه کاله  وړاندې  د اګست مياشتې پر اتمه  نېټه  د کوټې په  سول روغتون کې يوې زورورې چاودنې يو سل اوولس  تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه، په وژل شويو او ټپيانو کې زياتره وکيلان وو. چاودنه  د کوټې د سول روغتون  مخ ته  هغه  مهال شوې، کله  چې سلګونه وکيلان د يو مدافع وکيل تر وژنې وروسته سره رايوځای شوي وو.

ترپېښي لږساعت  وړاندي د کوټې پر منوجان سړک ناڅرګنده وسله والو يو مدافع وکيل بلال کاسی چې محکمې ته روان  و، په ډزو وژلی و، له پېښې وروسته  سلګونه وکيلان د سول روغتون مخ ته سره رايو ځای شول، چې ناڅاپه يوه زوروره چاودنه  وشوه.

 په پېښه کې اووه پنځوس وکېلان وژل شوي او شپېته نور ژوبل شوي وو. دوو خبريالانو هم  په  ياده  پېښه کې ژوند له  لاسه  ورکړی وو.

په بلوچستان کې په وار وار پر وکيلانو، ډاکټرانو او تاجرانو نه يوازي بريدونه شوي بلکې د ايالت د مرکز کوټې په شمول په بېلابېلو برخو کې تښتول شوي هم دي. چې پرضد يې د وکيلانو، ډاکټرانو او تاجرانو د اتحاديو له خوا پراخ احتجاجونه  هم شوي دي.