The news is by your side.

ميدان وردګ:د ملي پوځ ۲۲ تنه سرتيري محاصره دي

خبريال ويبپاڼه/ د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له تیرو دوه ورځو راهیسې ۲۲ تنه سرتیري د طالبانو لخوا محاصره شوي دي.
طالبانو دوه ورځې وړاندې ملي پوځ په ياده قرارګاه د موټر بم پواسطه برید ترسره کړی وو.

اوس ددغې قرارګاه عمومي قوماندان ، عبدالجبار له حکومت څخه د تجهیزاتو او تقویت غوښتنه کړې.
عبدالجبار وویل چې د دوی څلور سرتیري ټپیان شوي دي او دا چې طالبان هڅه کوي دوی د ځایی مشرانو او قومي مشرانو په مرسته تسلیمیدو ته وهڅوي.

د قوماندان عبدالجبار په خبره چې هغه به په هیڅ ډول شرایطو کې طالبانو ته تسلیم نه شي بلکي تر وروستي سلګۍ به له ځان او سرتيرو دفاع وکړي.

ياده قرارګاه د جلریز ولسوالۍ په کوټه اشرو سیمه کې موقعیت لري.
په عین وخت کې ، د دریم تندر قول اردو ویاند وویل چې د موټر بم برید وروسته دغې قرارګاه ته مرستې رسیدلي او کومه ستونزه نشته.
بايد وويل شي چې په وروستیو اونیو کې د افغانستان په نظامي اډو د طالبانو له خوا بریدونه ډیر شوي دي.

هيره دي نه وي چې د سولي د خبرو له پيل راهسي په ټول افغانستان کې امنتي حالات سخت خراب شوي دي.

په دې ورسيو  کې د طالبانو له په غټه کچه بريد د افغانستان په جنوب کې په هلمند باندي تر سره شو چې دهلمند ولايت تر مرکز لښکر ګاه ښار پوري را ورسيدل.

هيره دې نه وي چې ډيری وخت داسي شوي چې د ملي پوځ سرتيري مرستي ته اړتيا لري خو.مرسندوی ځواکونه پر وخت نه ورسيږي

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.