The news is by your side.

له هرلورې دبیا اوربند غوښتنه

دسولې دپروسي دبیا ژوندي کولواودخبرودپیل له پاره لومړنۍ هیله اوربند دی. کله چې اوربند وشي نود ولس په رګونوکې امیدونه پیداشي او!وایي: انشاءالله له اوربند ورسته به خبرې کیږې اوداخبرې به دایمي ثبات ته لاره هوارکړي داچې څوک دبیا اوربند غوښتونکي دي دلته پرې رڼا اچو.

نړیوال:

زمونږجنګ نړیوال اړخ له ځان سره لرې اوپه دغه جګړه کې سترځواګونه خپله ونډه لري اوددوي له ونډې هیڅوک سترګې نه شي پټولی. په نړیوالوهیوادونوکې زیاتره هیوادونو له ښکیلواړخوغوښتي چې راروان اخترکې یوواربیا اوربند وکړي .

ځنې خبري سرچینې وایي دامریکا مرکچي پلاوی له طالبانوغوښتې چې داوږد مهاله اوربند له پاره غاړه کیږدي داپه دی مانا چې امریکا  ددغه اوربند غوښتونکي ده غواړي چې زمونږپه هیواد کې شته ناورین ته دپاي ټکی کیږدي .

کله چې امریکا داغوښتنه مطرح کړي له دوي سره هم مهاله اروپاددوي دغوښتنې دبدرګه کولوپه موخه خپل غږپورته کوي آن داروپااستازې په کابل کې داوربند غوښتنه وکړه ځکه چې هغوي له جنګ ستړي شوي او ترڅنګ ولس  پردوي فشارراوړی ترڅوله ښکیلو اړخونوداوربند غوښتنه وکړي اوداچارلا روانه ده. دیادولووړده چې ملګروملتونو دبیا اوربند په هکله له مخکې وړاندیزکړي واوویلی وه چې دواړه اړخونه دي بیا اوربند وکړي ترڅودتل پاتې سولې په موخه لارهواره شي .

عربي هیوادونه :

داچې دعربي هیوادونومشري دعربستان هیواد په لاس کې ده. عربستان  دمکې مکرمې په کانفرانس کې دنړۍ له علماءوسره یوځای له ښکیلواړخودبیا اوربند غوښتنه کړي وه اوس مهالې خپله غوښتنه بیا تکرارکړه اوله دواړواړخونویي غوښتې چې داخترپه ورځوکې اوربند وکړي اوداځل دې له اوربند ورسته خبرې پیل کړي ځکه یواځي اوربند ستونزه نه شي حل کولاي .دعربستان ترڅنګ ددوي دایتلاف کلکوملګروهریو متحده عربې امارت اومصرهم دبیا اوربند غوښتنه کړي.
دقطرهیواد خپل ځانګړی استازې افغانستان ته دسولې په موخه راولیږه اوله اولسمشرنه یي داوربند غوښتنه وکړه داسی ښکارې چې دغه چاروکې په قطرکې له طالبانوسره هم کتلی  اوله هغوی به یي هم ورته غوښته کړي وي.شاید دغه چاروکې  داخترپه ورځوکې له ښکیلواړخوغوښتنه کړي وي چې بیا  اوربند ته غاړه کیږدي اوله اوربند ورسته دی خبرې پیل شي ترڅوولس اونوره نړۍ له دغه جنګه دتل له پاره خلاصه شي .

ګاونډیان:

زمونږپه ګاونډ کې یوسترځواک چین دی. اوویل کیږي چې په لومړنۍ اوربند کې  یاد هیواد خپله ونډه اخیستي  اویوځل بیا یې له ښکیلواړخونوداوربند غوښتنه کړي ترڅوپه سیمه کې دسولې اوټیګاوله پاره دتل له پاره لارهواره شي . ددوی ترڅنګ هند ،تاجکستان

،ازبکستان اونورو ګاونډیوهیوادونوداوربند اودسولې دخبرودبیا پیل غوښتنه له ټولواړ

خونو کړي.

داخوشو دنړیوالو،عربي هیوادونواوګاونډیانوحال اوس که خپل هیواد ته سرښکاره کړودلته هم هرقشردسولې اوبیا اوربند له پاره خپل غږپورته کړی اوپه چغو،چغووایي چې  اوربند اواوربند.

علماء:

په جوماتونو،جنازواورسنیو کې چې کوم علماءناست وي. هغوې هروخت له ښکیلو اړخونو د بیا اوربند غوښتنه کړي اوویلی : داجنګ باید ودریږي اوستونزه  دخبروله لارې حل شي دخبرودپیل کولوله پاره اولنی اومهم شرط اوربند دی ترڅوچې اوربند ونه شي دسولې خبرې نه شي شروع کیداي اوددین له اړخه تل دسولې اوټیګاوغوښتنه کوي.

سیاسون:

هرسیاسي رهبرچې په هررنګه غونډه کې برخه ولرې کله چې دحطابي میزته راشي نولومړنۍ خبره یي داوي  چې دواړه اړخونه دې دسولې له پاره لاس په کارشي اوپه لوی اخترکې دې یوځل بیا اوربند وشي ترڅودا اخترپه خوښۍ اوخوشحالۍ تیرکړو.

ولس:

ولس خوکلونه په دغه غوښتنه تیرکړه چې دالله ج له پاره سوله وکړي اومونږنورمه وژنې ځکه دواړواړخونوته ولس وژل کیږي که ملي ځواکونوکې ځلمی مرې دولس بچی دی که دطالب جنګیالی مری دولس بجی دی.

ټوله قربانې ولس ورکوي اوهرورځ له هرولایت نه ځوانان،سپین ږیری ،تورسرې اوعلماء له ښکیلواړخونو داوربند غوښتنه کوی ځکه  نورد دی جنګ  توان اوزغم نه لري.

اوس پوښتنه داده چې ایاددغوغوښتنوځواب ته به څوک هو!ووایې!!!؟؟؟ زماشخصي نظردادی کله چې مونږدملي وحدت دمشرانوسولېزتهد ته زیرشونودولت به دولس اونړیوالودې غوښتنې ته ډیرزرمثبت ځواب ورکړي.

ځکه تیرځل دوی یوطرفه اوربند کړی و بیا طالب ددوي په پل ، پل کیښواو درې ورځني اوربند یي اعلان کړ. هغه مهال ولس اونورخلکوله ولسمشرنه داوربند دغزیدلوغوښتنه وکړه  ولسمشر دخلکو غوښتنې ته په ورین تندی لببیک وویلواودلسو ورځوله پاره یي اوربند وغزولو.

دغوشواهیدوته په کتلوسره په زغرده ویلی شوچې دولت به د اوربند غوښتنوته لبیک ووایي ځکه دولت نه غواړی چې ولس یي نارامه اوخفه شي تل په دی هڅه کې دی چې یوشیبه سکون ملت ته ورکړي اوداخپله لاسته راوړنه کړي .

اوس له طالب غوښتنه کوو چې داځل ددرې ورځواوربند پرځای اوږدمهاله اوربند ته غاړه کیږدي ترڅو ځلمي په خپلوکې وخاندې تورسرې بورې نه شي پیغلی کونډې نه شی اوځوانان په خوښۍ یوبل ته دتل له پاره ورغاړی وځې.

تاسی په تیراوربند کې د ولس خوښی ولیده !!!هغوي په  څومره میړانه اومتانت  ستاسوهرکلی وکړآن! دسرپه نذرانه یې تاسي ته د ګلونوګیډۍ ډالۍ کړي.  یوواربیا دا له خوندونوډکه ګلورینه شیبه زمونږولس ته وروبخښی اوله دولت سره اوربند وکړي.

داځل اوربند دایمې کړي  ترڅوولس دارامۍ ساه واخلې مورد زوی په غم  نه وي چې له ښاره په ژوندی راځې اوکنه ؟ باید داهیلی دوامداره شي که چیرته اړتیا نه وه دومره خلکوله تاسو اوربند نه غوښتو .خلک ستړي دی نورپرې رحم وکړي  له مهربانۍ اوعاطفی  کارواخلی ترڅوالله ج به تاسی رحم وکړی ځکه نبوي ویناده چاچې دالله ج په بنده ګانو رحم ونه کړالله ج به پرهغوي رحم ونه کړي .

دبیا اوربند اودایمي سولې په هیله

لیکوال : لمر(ننګرهاری)