The news is by your side.

د اذربایجان پوځ ۳ نور کلي د ارمنیا له نیواک څخه آزاد کړل

خبریال ویپاڼه/ د اذربایجان پوځ په خوجاوند ولایت کې ۳ نور کلي د ارمنیا له نیواک څخه آزاد کړي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي ‌اف په خپل ټویټر اکاونټ کې یو پیغام په خپرولو سره وویل: چې د خوجاوند په سیمه کې ۳ نور کلي د ارمنستان له نیواک څخه ازاد شوي دي.

هغه وویل: د اذربایجان میړانې اردو لښکرو د خوجاوند په ولایت کې د خیرمانجیق ، آغ بولاق او آخوللو کلي آزاد کړل. د آذربایجان اردو دې ژوندۍ وي. ناګورنو – قره ‌باغ په اذربایجان پورې اړه لري.

ویل کیږي چې د اذربایجان جمهوریت اردو د ناګورنو – قره باغ په سیمه او یو شمیر ګاونډیو ولایتونو کې د خپل نیول شوي سیمې د ازادولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

ارمنیا له ۱۹۸۸ کال څخه هڅه کوي چې د ناګورنو – قره‌ باغ سیمې خپلې کړي دوی په ۱۹۹۱کال کې نظامي شخړې ته وده ورکړه.

 د خواجولي ډله ایزه وژنه ، چې د ۱۹۹۲ د فبرورۍ په ۲۶ مه کې وشوه، په اذربایجان کې د ارمنستان د اردو له خوا یو له تورو ورځو څخه وه. د دې بریدونو او تاوتریخوالي په تعقیب ، د اذربایجان جمهوریت د ناګورنو – قره باغ سیمه او ۷ ګاونډي ښارونه د ارمنستان د اردو لخوا څخه ونیول شول.

د ۱۹۹۴ می کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ شخړې ته د پای ټکی کیښودل شو، مګر د منسک ډلې لخوا نړیوال منځګړیتوب ، چې د روسیې ، فرانسې او متحده ایالاتو په ګډه همکارۍ د شخړې سوله ییز حل لپاره پاتې راغلی.

۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷ مه د ارمنستان له برید وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د دښمنیو لړۍ بیا پیل شوه، او د اذربایجان جمهوریت اردو د نیول شوې خاورې د ازادولو لپاره عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په پایله کې، د اذربایجان ښارونه، کلي او ستراتیژیکې سیمې له نیواک څخه آزادې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.