The news is by your side.

غني: هلمند کې د طالبانو وحشت او جګړه غندم

خبریال ویبپاڼه/ د تیري اونۍ خونړۍ نښتو وروسته چې هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسوې ولسمشر غني هم سخت غبرګون ښودلی او د طالبانو دا بریدونه يې غندلي

هغه ویلي طالبانو  بریدونه و کړل او افغان ځواکونو يې په میړانه دفاع وکړه ښاغلي غني هلمند کې ټولو ادارو ته امر کړی چې  د جګړې بې ځایه سویو سره دي بیړنۍ مرستې وکړي

افغان ولسمشر ویلي  طالبانو  وحشت او ناروا جنګ ترسره کړ چې زه يې به کلکه غندم او په جګړه کې د زیانمنو کورنیو ته د زړه تسلیت وړاندې کوم

هغه دا خبرې د فوټبال غوره لیک د پای لوبې په مناسبت د مبارکۍ په ویډیويي پیغام وکړې د ده له انده فوټبال خوشحاله کړو خو د هلمند جګړې خفه کړو

تیره اونۍ د یک شنبې ورځ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ مرکز لښکرګاه په څنډو او یو شمېر ولسوالیو کې سختې نښتې وسوې چې پرمهال يې درانه تلفات هم درلودل

د راپورونو له مخې په دې جګړو کې ملکي کسانو ته هم درنه مرګ ژوبله وا وښتله ځکه چې طالبانو د ملکي خلکو له کورنو په استفادې پر افغان ځواکونو باندې بریدونه پیل کړل مالومات وايي چې د هلمند له جګړه ییزو سیمو کې څخه ۵۰۰۰ کورنۍ کور پرېښودو ته اړې سوې او شاوخوا ۳۵۰۰۰ کسانو د جګړې له ډګره تښتېدلي

د هلمند والي یاسین ضیا ویلي چې په دې جګړو کې بهرنیو ترهګرو ډلو او القاعده شبکې د طالبانو سره مرسته کړې او پر افغان ځواکونو يې بریدونه کړي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د هوکړې پر بنسټ طالبان به له بهرنیو ترهګرو وسلوالو ډلو سره اړیکي پرې کوي او د افغانستان پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي خو داسې مالومیږي چې طالبانو د قطر هوکړې خلاف اوس هم هغه کړنې ترسره کوي چې وړاندې يې کولې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.