fbpx

د زابل دیني عالمانو د جګړې له ښکېلو لورو د اوربند غوښتنه وکړه

د زابل ديني عالمانو، قومي مشرانو او ښځو په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل چې جګړه ودروي او د سولې خبرو ته کېني.

ويناوالو دغه څرګندونې په هېواد کې د دايمي سولې په موخه هغې غونډه کې چې نن د زابل په مرکز کلات ښار کې جوړه شوې وه، په ډاګه کړې.

دوى د دولت د سولې د هڅو د ملاتړ تر څنګ د افغانستان او نړۍ د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو د سولې په اړه د فتواوو هرکلی وکړ.

په غونډه کې د زابل د سولې شورا مشر غني خان توخي وويل، د روژې په مبارکه مياشت کي د ديني عالمانو له لوري د سولې اړوند په جامع فتوا کې د افغانستان ديني عالمانو سوله نېکمرغي او جنګ تباهي بللي وو، په هغې کې له وسله والو طالبانو وغوښتل شول چې د دولت په مشرۍ د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي.

په غونډه کې د ښځو په استازيتوب د زابل د ښځو چارو رييسې او څو نورو ښځو د سولې په اړه په مکه مکرمه کې د افغانستان د سولې په تړاو د نړۍ د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو او د افغانستان د ديني عالمانو له فتواګانو ملاتړ وښود او له ټولو ښځو يې وغوښتل چې د سولې راوستو لپاره له خپلو وروڼو سره يو ځاى کار وکړي.

په دې غونډه کې ديني عالمانو او قومي مشرانو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو د جګړې بندېدو او اوربند غږ وکړ.