The news is by your side.

فراه کې د ناټو هوایي بریدونو کې ٤٢ طالبان وژل شوي

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو تېره شپه د فراه پدولایت په څو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د ناټو ځواکونو له هوایي بریدونو سره مخامخ شول.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي، طالبانو د فراه په پشت رود، بالا بلوک، فراه رود او د فراه مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې د ناټو ځواکونو له هوایي بریدونو سره مخامخ شول.

ښاغلی محب وایي د ناټو هوایي بریدونو کې ٤٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٧ طالبان ټپیان دي.

همدا رانګه د فراه د ملي امنیت ریسات ځیني سرچینې وایي، طالبانو د فراه په مرکز کې دارباد سیمه کې تېره شپه درې ماشومان له خپلو کورونو ویستلي او شهیدان کړي دي او همدا راز یې یو تن ملکي وګړی له ځان سره بېولی دی.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو سره نښته کې د ملي امنیت دوه ځواکونه هم شهیدان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا چې دوه ورځې وړاندې امریکایي ځواکونو هم په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ لپاره او طالبانو سره د دوحې د سولې د هوکړې پر اساس پر طالبانو هوایي بریدونه وکړل چې ٤٨ وسله وال طالبان په کې ووژل شول.

په وروستیو اوونیو کې د طالبانو له لوري په یو شمېر ولایتونو او په ځانګړې توګه په هلمند ولایت کې جګړه او بریدونه زیات شوي چې طالبانو خه ګڼ تلفات ور اوښتي.

طالبانو د القاعده، لشکر طیبه، پنجابي جنګیالیو او نواو ترهګریزو ډلو د جنګیالیو په مرسته په افغانستان کې بریدونه ته زور ورکړی، د یادو ترهګریزو ډلو جنګیالي طالبانو ته پوځي او نظامي روزنه ورکوي او د ماینونو لو نورو مهماتو په جوړولو او کارولو کې ورسره مرسته کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.