The news is by your side.

شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي د بدخشان ولایت شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له دوه نورو کسانو سره وژل شوي دي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي. چې طالبانو تېره شپه د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ له کورخو سیمې څخه د وردوج  ولسوالۍ خواته حرکت کړی چې د امنیتي ځواکونوله کمین سره مخامخ شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه نښته کې د حمیدالله سنګریار په نامه د بدخشان ولایت شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو دوه ملګرو سره وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په دغه نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

.