The news is by your side.

د کابل د امنیت مسؤلیت امرالله صالح اخلي

خبریال ویبپاڼه/ د کابل ښار کې تر بل هر وخت ډیر اوس مهال جنايي جرمونه غلاوي او نور جنایتونه زیات سوي او حکومت په دې هڅه کې دی چې له یوې نه له یوې لارې د کابل امنیت بیرته د پخوا په شان کړي

راپورونه وايي چې  افغان ولسمشر خپل لومړی مرستیال ته دنده سپارلې ترڅو د کابل د پیښو ارزونه وکړي او دا مسؤلیت د لږ وخت لپاره پر خپله ذمه واخلي

په ورته وخت کې د دې دندې سپارلو وروسته امرالله صالح هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل او خلکو د امنیت د تامین لپاره په خپل قاموس کې د جنایت کارانو لپاره د ترحم او مصلحت توری نلرم

نوموړي له خلکو غوښتي چې بغیر له ویرې له هرې  لارې چې کیدلای سي باید خپلو امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي ترڅو بې له ځنډه مجرمین ونیول سي

ښاغلي صالح په پوځي برخه کې پوره کاپي تجربه لري هغه کلونه د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس او د لنډې مودې لپاره د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پاتي سوی هغه خلکو ته ډاډ ورکړی چې د کابل امنیت به سمیږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په تیرو څو ورځو کې پولیسو د کابل ګوټ ګوټ کې د امنیت ساتلو په موخه هڅې زیاتې کړي او پر مهال لسګونه  اوباشان اومجرمین نیول سوي او د قانون منګلو ته سپارل سوي

د کابل امنیت تر بل هر وخت اوس د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی او دولت دا ګام پر داسې مهال اخلي چې تیره ورځ هم ولسمشرۍ ماڼې غوښتنه کړې وه چې د کابل امنیت لپاره باید له ټکنالوژۍ کار واخیستل سي

په کابل کې لاسي ګاډۍ والو، او یو شمېر نورو کسانو د پایو مټریک پروسه هم  پیل سوه چې د مسؤلینو په خبره د امنیت د ښه والي لپاره يې یو ګام پورته کړی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.