The news is by your side.

افغانستان کې د مخدره توکو قاچاق تغیر کړی

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د نشه موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي اداره خبر ورکوي چې افغانستان کې اوس قاچاق په شبکه ییز ډول سره ترسره کیږي او د نورو کلونو په پرتله يې زیات تغیر کړی

دغه اداره خبر ورکوي چې یوازي يې سنبله کې څه د پاسه (۲۱۶) کیلوګرامه هیرویین، (۵۱۱) کیلوګرامه ښیښه، (۲۰۷) کیلوګرامه تاریاک، (۲۲۸۷) کیلوګرامه چرس او نږدې (۲۵) کیلوګرامه نشه يي ګولۍ نیولې

د نشه يي موادو سره د مبارزې اداره وايي د قاچاق تغیر دا معنی لري چې قاچاق چیان غواړي ډیر زیات مخدره توکي قاچاق او له دې لارې ډیر عاید لاس ته راوړي

افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې پکښي د مخدره توکو زیات کاربار او کرکیله کیږي او ان څه د پاسه د ټولې نړۍ مخدره توکي له افغانستانه پوره کیږي په دې هکله څو ځله نړیوالو خپلې اندېښنې د افغا دولت سره شریکي کړې او ویلي يې دي چې د دې ستونزې مخنیوی باید وسي خو داسې ښکاري چې تر اوسه افغان دولت نه دی توانیدلی افغانستان کې د مخدره توکو د کرکیلي او قاچاق مخنیوی وکړي

افغان دولت ویلي چې له مخدره توکو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او چاته به اجازه ورنکړي  چې د مخدره توکو کار بار وکړي تراوسه پوري افغانستان لاهم د هغه هېوادونو په سرکې دی چې ډیر زیات د مخدره توکو کاربار پکښي کیږي

د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي د افغانستان په کچه ننګرهار هغه ولایت دی  چې هره میاشت د مخدره توکو ډیري پیښي پکښي رامنځ ته کیږي او قاچاقچیان پکښي نیول کیږي

مخدره توکي، قاچاق نا امني او جګړه د افغانستان هغه ستونزې دي چې نړیوال يې له افغان دولته د حلولو غوښتنه کوي او وايي چې دې هېواد کې دا ستونزې باید حل سي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.