The news is by your side.

فاریاب کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي

د۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي. چې افغان هوایي ځواک د فاریاب ولسوالۍ د ګرزیوان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي حمید الله مشهور په پطرول پر جنګي پټنځای برید کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، وژل شوي طالب قوماندانان ملا انعام الله، ملا نور احمد او ملا احمدشاه مشهور په غضنفر نومېږي او د لسو واړو وژل شویو طالبانو مړي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د مولوي حمیدالله پر پټنځای په برید کې یو هاوان، یو میل پیکا، یو میل دهشکه، پنځه میله کلاشنکوفونه، چاوېدونکي توکي او یوه اندازه نور مهمات هم له منځه وړل شوي او یو میل پيکا، دوه میله کلاشنکوفونه او یو میل ایم ۱۶ ټوپک د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.