fbpx

ولسمشر غني د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د رادار نوی سيستم پرانيست

له ارګ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي نن د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د ملکي هوایي چلند رادار د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې پرانیستل شو.

خبر پاڼه لیکي چې د افغانستان هوایي حریم له شاوخوا ۲۶ کلونو وروسته په بشپړ ډول د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې تر بشپړ کنټرول لاندې راغلل.

سرچینه په حواله د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي د ١٣٧١ لمریز کال د ثور میاشتې څخه وروسته د لومړی ځل لپاره د هیواد هوايي حریم د ملکي هوایي چلند د رادار تر بشپړ کنټرول لاندی راغلل.

خبرپاڼه زیاته وي د هوایي چلند خپلواکې ادارې چارواکي وایي د نوی راډار سیسټم د نصبولو سره به د هوانوردي د خپلواکې ملکي ادارې په ادارې ظرفیتونو کې هم لوړوالي راشي او له دې سره به په هېواد کې د هوانوردي په برخه کې او د نورو هوایي شرکتونو له خوا د پانګه اچونې لپاره هم لاره هواره شي.

یاده دي وي چې افغان حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو ځواکونو څخه د افغانتسان د هوایي حریم کنټرول تر لاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د هوایي چلند چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د نوی راډار سیسټم د نصبولولګښت ۲۴ میلیونه یورو اټکل شوی دی او د دغه راډار د ساتنې او څارنې کلنی لګښت به کابو ۹ میلیون یورو وي.

Loading...