The news is by your side.

د اروپا اتحادیې د اسد رژیم پر ۷ نورو وزیرانو بندیزونه لګولي دي

خبریال ویپاڼه/ د اروپا کمیسیون د اسد رژیم د اوو نوو وزیرانو تحریم اعلان کړ.

د اروپایي کمیسیون (EU) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې دوی د اسد رژیم ۷ نوي ټاکل شوي وزیران په بندیزونو کې شامل کړي دي.

د نوي وزیرانو په تحریم کولو سره، چې د اروپایي اتحادیې لخوا ورباندې بندیزونه لګیدلي، د بشارالاسد رژیم د تحریم کړل شویو چارواکو شمیر ۲۸۰ تنو ته لوړ شو.

د اروپايي اتحادیې د بندیزونو لیست کې تر ۷۰ پورې تړلي سازمانونه هم شتون لري. پدې بندیزونو کې د سفر بندیز او د پانګو کنګل کول هم شامل دي.

 د اسد رژیم پر وړاندې د اروپايي اتحادیې بندیزونه، چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوي، په کې د تیلو پر وارداتو بندیز، په ځینو پانګوونې بندیز، په اروپا کې د سوریې مرکزي بانک د پانګو کنګل کول، او د خلکو پر وړاندې د کارول شويو ځینې وسایلو او ټیکنالوژۍ صادراتو بندیزونه شامل دي.

دا څوم ځل دی چې ارپایي ټولنه په بشارالاسد رژیم باندې بندیزونه لګوي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

اروپايي ټولنې په سوریه کې د اسد په رژیم د بندیزونو لمن لا پسې پراخه کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې غونډه وکړه . په غونډه کې د سوریې روان حالات په نظر کې نیولو سره د اسد په رژیم د لا زیاتو بندیزونو لګولو پریکړه وشوه.

په سوریه د لګولو شوو بندیزونو په لست کې د درې تنو چارواکیو او ۹ سازمانونو نومونه اضافه شول چې ګمان کیږي په روانو ظلمونو کې د اسد د رژیم نه ملاتړ کوي.

د یادولو وړ ده چې اروپايي ټولنې تر اوسه پورې په ۲۸۰ تنو چارواکیو او ۷۰ سازمانونو بندیزونه لګولي دي .

په سوریه کې د اسد په رژیم د لګولو شوو نوو بندیزونه پریکړه به سبا د ټولنې په رسمي جریده کې د خپریدو نه وروسته نافذ شي.

په کومو کسانو چې د اروپايی ټولنې لخوا بندیز لګول شوی دی په اروپا کې د هغوې ټول مال او دارايي ګانې ضبط او اروپا ته يي په تلو بندیز لګول شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.