The news is by your side.

وسلوالو طالبانو فراه کې ۳ بې ګناه ماشومان په ډزو وژلي

خبریال ویپاڼه/ تیره شپه طالبانو د فراه پر مرکز او څو ولسوالیو بریدونه وکړل، چې د ناټو برید سره مخ شول.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وویل: چې د فراه ولایت د بالا بلوک په فراهرود ولسوالۍ، پوشت رود او مرکز فراه کې د وسله والو طالبانو پر پوستو بریدونه کړي چې بیا وسلوال تروریست طالبان د ناڼو موخه ګزول شوي پکې ۴۲ وسله وال وژل شوي، او ۱۷ نور کسان یې ټپيان دي.

همدا ډول د ملي امنیت عمومي ریاست یوې امنیتي سرچینې خبریال ته ویلي چې طالبانو تیره شپه د فراه د دارباد کلي ته ننوتي، ۳ بې ګناه ماشومان یې له کوره ایستلي او په ډزو یې وژلی، او یو کس یې له ځانه سره وړی چې وروسته یې هغه هم له چړه تیر کړی.

سرچینه زیاته کړې چې دوه د ملي امنیت سرتیري هم وژل شوي دي.

له دې مخکې هم فراه ولایت ډیری ورته پیښې د طالبانو له لورې شوي دي.

په فراه ولایت کې پر یوه کور د وسله والو مخالفینو له لوري د توغول شوی هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې یوه مور او درې ماشومان وژل شوي.

دغه پېښه څو شپې وړاندې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیخ لالا سیمه کې رامنځ ته شوې.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، وسله والو مخالفینو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته برید کړی و، چې یوه مرمۍ په یوه کور لګېدلې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې یوه مور، دوه یې لوڼې او یو یې زوی وژل شوي دي.

طالب وسلوالو په ۱۳۹۸ کال کې د وږي په ۲۳ مه نیټه د بالابلوک ولسوالۍ نیولي وه.

هماغه وخت د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي وه، چې د دوی جګړه مارو له غرمې وروسته د فراه بالابلوک ولسوالۍ مرکز او ټولې پوستې نيولي دي.

له هماغه ورځې تر ننه پورې د دې ولسوالۍ ګڼ شمیر اوسیدونکي څو ځله له طالبانو شکایتونه کړي وه، چې دوی بې ځایه تنګوي او ربړوي یې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.