The news is by your side.

هلمند کې د کجکي بند د جګړو له کبله تولید په ټپه دریدلی

خبریال ویپاڼه/ په هلمند ولایت کې د تیري یک شنبې را په دې خوا د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې تر نن ورځې ( تله ۲۶ مه) وغځېدې اوس هلته افغان ځواکونه د لاس تللو ځایونو د بیرته نیولو په هڅه کې دي.

د برښنا شرکت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، دغلته د نا امنۍ له امله د کجکي برښنا بند تولید په ټپه دریدلی.

” هلمند او کندهار ولایتونه چې ددې بند له لومړۍ برخې څخه یې ۵۱ میګاواټه برښنا ګټه پورته کوله بې برخې شوي دی.د کجکي بند د جوړیدو کار چې شل سلنه بشپړ شوی دی تمه داده، چې د نوي میلادي کال تر نیمايي پورې به ګټه اخیستنې ته چمتو شي. د دې برښناييز برند نوي دریو توربینونو په فعالیدو او کار بشپړیدو سره به سل میګاواټه برښنا تولید کړي”.

د برښنا شرکت وايي: چې وروستۍ نا امنۍ ددې لامل شوي دي چې د دې بند لومړۍ برخې برښتا تولید ودریږي.

خبر پاڼه زیاتوي”یو پنځوس میګاواټه برښنا چې په دې برخه کې تولیدیږي هملند او کندهار ولایتونو روښانه کوي. د کجکي بند لومړی برخه ۵۱ میګاواټه برېښنا تولیدوي، هلمند او کندهار له دغې بریښنا څخه ګټه اخلي. د دې بند د دویمې برخې قرارداد چې د سل میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري، یوه ترکي شرکت ته سپارل شوی دی”.

د اوبو چارو د تنظیم اداره بیا وایي: چې تر دامهاله دغه شرکت شل سلنه کار بشپړ کړی او اوس یې د توربینونو پر سر کار دوام لري.

د کجکي بند یو پنځوس میګاواټه بریښنا چې د کندهار او هلمند خلک یې له رڼا څخه برخه من کیدل، اوس د وروستیو ناامنیو له کبله پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت زیاتوي: چې یوازې په روان کال کې، د کجکي بریښنا مزی دیرش ځله د دواړو خواوو نښتو له امله پرې شوي دي.

 د کجکي بریښنا بند د دوه میلیارده متر مکعب اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري.

د دې بند د جوړېدو چارې په ۱۹۵۳ کال کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري پیل شوي خو د جګړې له امله کار یې په بشپړه توګه پایته ونه رسید.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.