The news is by your side.

بلوچستان کې پرمېرمنو تاوتریخوالی زيات شوی

 په  بلوچستان کې د بشري حقونو سازمانونو پر مېرمنو د تشدد په  اړه اندېښنه  ښوولې او له حکومت څخه  يې په دې اړه د جدي ګامونو غوښتنه کړې ده.

په  پاکستان کې پر مېرمنو د جنسي تېري، تشدد او د پت په نامه د وژلو په  اړه  د بشري حقونو سازمان وايي، چې د پېښو کچه  د نور کله  په  پرتله  لوړه شوې، ځکه  چې له  يوې خوا په  دې اړوند جوړ شوی قانون نه  دی پلی شوی او بل  د ستونزې  د هواري لپاره ګامونه  نه  دي اخيستل شوي.

په  دې وروستيو کې پر ښځو د تشدد او د پت په نامه د وژلو يو شمېر پېښي رامنځته شوې، چې په  غبرګون کې يې سازمان  اندېښنه  ښوولې ده. څه  موده  وړاندې په سنا کې هم  د سنا غړيو له حکومته  غوښتي وو، چې پر ښځو د تشدد او د تېري کوونکي مجرمانو ته   بايد د محکمې له خوا سزا واورول شي.

د سازمان له  خوا په  خپاره شوي يو راپور کې ويل شوي،  د مېرمنو د حقونو لپاره جوړ شوی قانون ځکه  نه عملي کېږي، چې په پارلمان کې زيات  شمېر نارينه  دي. او په  بلوچستان ايالت کې پر مېرمنو او ماشومانو تېری عادي خبره ده.

په لري پرتو کليوالو سېمو کې پر ښځو د تېري پېښي مخ په زياتېدو دي. که يې مخنيوي ونه شي، شمېره به نوره هم زياته شي.

د سازمان د اړونده چارواکيو له  مخې  اوس هم په ايالت کې د مېرمنو حقوق ترپښو لاندې کېږي. او په بېلابېلو نومونو نه يوازې تشدد ورباندې کېږي بلکې وژل کېږي هم،  په تېره بيا په کليوالو سېمو کې د پېښو کچه څو چنده زياته ده.