The news is by your side.

ولسمشرغني د کابل عیدګاه جومات د بیارغاونې چارې له نږدې وکتلې

ولسمشر محمداشرف غني نن د کابل عیدګاه جومات ته ورغی او د دغه جومات د مرمت او بیارغاونې چارې یې له نږدې وکتلې.

د هېواد جمهوررئیس ته دوه تنو انجینرانو د جومات د بېلابېلو برخو د بیارغاونې او مرمت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دوی هڅه کوي په ډېر فني او مسلکي توګه چې د جومات تاریخي اصالت ورسره را ژوندی شي خپل کارونه پر مخ یوسي.

ورپسې جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د عیدګاه جومات د بیارغاونې او مرمت چارو پيلېدل د تاریخي اثارو په ځانګړي ډول د تاریخي جوماتونو د بیارغاونې او ساتنې په لور یو مهم ګام وباله وې ویل، تېر انفجار کې دغه تاریخي جومات ته زیاته صدمه رسېدلې وه، له تاریخي اثارو سره همېشه سطحي چلند شوی دی او ډاډ یې ورکړ چې تاریخي او نویو جوماتونو ته به توجه زیاته شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په افغاني سبک د عالي ټیپیک جوماتونو نقشې دې چمتو شي چې له مخې یې جوماتونه جوړ شي او ټینګار یې وکړ چې د جوماتونو په جوړولو کې باید کورني توکي ولګول شي او داسې معماري په میراث پاتې شي چې راتلونکي نسلونو ته خوښي ور وبخښي.

هغه د هرات، کندهار، پل خشتي جوماتونو بیارغاونې ته په اشارې وویل، د تاریخي جوماتونو بیارغاول اوږد کار، زیات دقت او غور غواړي او زیاته یې کړه چې د دې ټولو جوماتونو په بیارغاونه کې باید تیموري ـ غوري سبک وساتل شي.