The news is by your side.

پاکستان د سیاسي او اقتصادي کړکیچ سره مخ دی

خبریال ویبپاڼه/ پاکستان کې سیاسي حالت تر بل هر وخت کړکېچن سیاسي او مذهبي ډلې یوځای سوې او د دولت پر ضد يې اعتراضونه پیل کړي دوی وايي لومړی وزیر عمران خان دي استعفی وکړي

پي ډي ایم غوښتنه کړې چې واکمن ګوند او عمران خان باید له قدرته ایسته سي د مسلم لیګ ن، پیپلز پارټۍ، جمعیت علمای اسلام، ملي عوامي ګوند او ځینو نورو سیاسي ډلو د پاکستان ولسوالکه خوځښت د عمران خان استعفی غواړي

دې ائتلاف خپله لومړۍ غونډه د پنجاب په ګوجرنواله سیمه کې ترسره هغوی تور پوري کړ چې د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصادي حالت د واکمن ګوند له لاسه رامنځ ته سوی او مسؤلین یې همدوی دي

په ورته وخت کې مخکني صدراعظم نواز شریف چې اوس لندن کې اوسي پوځ تورن کړ چې عمران خان يې قدرت ته پورته کړ، او زیاته کړې يې ده چې واکمن ګوند خلک له لوږي مړه کړل

د دې غونډې او څرګندونو په هکله د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړو تند غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې د پي ډي ایم غړي ټوله غله دي

پاکستان کې  د تحریک انصاف ګوند له واکمن کیدو را په دې خوا سیمه ورځ نه ده لیدلې دا هېواد هر کال د خپل خراب اقتصاد د ښه کولو لپاره میلیاردونه ډالر پور اخلي چې دا کړنه يې راتلوونکی ګواښي

کچیري همداسې سیاسي کړکیچ او د پاکستان بد اقتصاد لاهم دوام پیدا کړي نو لیري نه ده چې دا هېواد به له سترې انزوا سره مخ سي ځکه پاکستان اوس په سیمه کې له بډایه هېوادونو سره داسې اړیکي نلري چې په دې بد حالت کې په ښه ورسي په دې نژدې موده کې سعودي هم د پاکستان له دوستي او اقتصادي ملاتړه لاس په سره سو ځکه هغوی وپوهېدل چې پاکستان راتلوونکی نلري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.