The news is by your side.

هلمند کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د استوګنې کمپ جوړ شو

خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې د جګړو بې ځایه شویو کورنیو لپاره د استوګنې موقتي کمپ جوړ شو.

دا کمپ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او د بېړنۍ کمېټې د پرېکړې پر اساس، د هلمند د ښځو چارو ریاست له لوري د ښځینه مارکېټ ساحه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په واک کې ورکړل شوه او د امکاناتو پر اساس په کې د بې ځایه شویو کورنیو د موقتي اوسېدنې لپاره خېمې ودرول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې له اتو ورځو را هیسې هلمند ولایت له سختې جګړې سره مخامخ دی او په زرګونه کورنۍ د جګړې له سیمو مرکز لښکر ګاه ښار ته را کډه شوي، چې زیات شمېر یې د اوسېدو لپاره کورونه هم نه لري او د شپې ورځې د سړک پر غاړه تېروي.

هلمند کې روانو جګړو ٥ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه کړي او مرکز لښکر ګاه ښار ته را کډه شوي دي.

له نادعلې، باباجي او ناوې ولسوالیو او بولان او چانجیر سیمو څخه څه باندې ٤٥٠٠ کورنۍ د جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي او مرکز لښکر ګاه ښار ته یې کډې راوړي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

را کډه شوې کورنۍ وایي، د جګړې له وېرې او دا چې طالبانو یې له کورونو د جګړې د سنګر په توګه کار اخیست لښکر ګاه ښار ته را کډه کېدلو ته اړ شول.

اوس مهال امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.