The news is by your side.

لوګر کې ۶ تنو مرګ ژوبله واوښته

د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو د راکټي برید په ترڅ کې ۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې پيښه د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په جنوب ختېځ کې د افغان پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانی د یو بیان په خپرولو سره ویلي، چې د محمد آغې ولسوالۍ د بیني شرفګان په سیمه کې وسله والو مخالفینو د ملکي خلکو په کور د راکټ انداخت په پایله کې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.

لوګر د افغانستان په مرکز کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د لوګر ولایت  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.