The news is by your side.

د هلمند والي په جګړه کې د ٣٠٠ طالبانو وژل کېدل تأییدوي

خبریال وېب پاڼه/د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د هلمند په شپږ ورځنۍ جګړه کې په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د ٣٠٠ وسله والو طالبانو وژل کېدل تأییدوي.

ښاغلي یاسین له یوې رسنۍ سره د هلمند د جګړې په تړاو په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د نادعلې، ناوې، بابا جي ولسوالۍ او ٦٠١ شهرا باندې د امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بریدونو په پایله کې ٣٠٠ طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د هلمند والي وایي طالبانو سره د جګړې په لیکو کې بهرني جنګیالي هم جګړه کوي او په هلمند کې یې، کورونه، مسجدونه، ښوونځي، سړکونه او پلچکونه هم تخریب کړي او د برېښنا سبسټېشن یې ویجاړ کړی دی چې اوس مهال پر هلمند او کندهار کافي اندازه برېښنا بنده شوې ده.

د هلمند د ٢١٥ میوند قول اردو او د جنوب لویدیځ زون عمومي قومندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزی وایي افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو بېرته ټولې سیمې نیولي دي او اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي او چاڼیز عملیات یې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې له اتو ورځو را هیسې هلمند کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده، خبریال وېب پاڼې ته دوه ورځې وړاندې د دفاع وزارت سرچینو په جګړه کې له ٣٠٠ د زیاتو طالبانو د وژل کېدو خبر تایید کړی وو، چې له دې ډلې له ٨٥ ډېرې جنازې د هلمند دیشو ولسوالۍ له لار پاکستان ته انتقال شوي.

د هلمند والي یاسین خان تر دې وړاندې ویلي وو، چې له طالبانو سره د القاعده، لشکر طیبه او نورو وسله والو ډلو جنګیالي په جګړه کې مرسته کوي، طالبانو ته پوځي او نظامي روزنه ورکوي او د ماینونو او مهماتو په جوړولو کې ورسره همکاري کوي.

په ورته مهال هلمند ولایت کې د جګړو بې ځایه شویو کورنیو لپاره د استوګنې موقتي کمپ جوړ شو.

دا کمپ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او د بېړنۍ کمېټې د پرېکړې پر اساس، د هلمند د ښځو چارو ریاست له لوري د ښځینه مارکېټ ساحه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په واک کې ورکړل شوه او د امکاناتو پر اساس په کې د بې ځایه شویو کورنیو د موقتي اوسېدنې لپاره خېمې ودرول شوې.

هلمند کې روانو جګړو ٥ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه کړي او مرکز لښکر ګاه ښار ته را کډه شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.