کور پاڼه / خبرونه / عبدالله بختانی جنازه نن خاورو ته سپارل کیږي

عبدالله بختانی جنازه نن خاورو ته سپارل کیږي

د افغانستان د ادبیاتو یو لوی خدمتګار، عبدالله بختانی خدمتګار له ورپېښې ناروغۍ په کابل کې د ۹۳ کلو په عمر وفات شو.

سرمحقق بختانی، لیکوال، څیړونکی، ژورنالېست او شاعر و چې د پښتو ټولنې او علومو اکا‌ډیمۍ د غړي په توګه یې اوږدې لسیزې ټولو افغان، او په ځانګړي ډول پښتو ادبیاتو او کلتور ته خورا ډېر خدمتونه کړي دي.

زوی یې عبدالرحیم بختانی وایي، چې پلار یې وروستۍ درې میاشتې په بېلابېلو رنځونو په روغتون کې تېرې کړې دي:

''که څه هم خوراک څښاک یې کول، خو د وینې فشار یې لوړیده یا به ټیټ شو. له ګرځېدو پاتې و او بستري و. نن سهار یې هم له چایو سره یو څه بسکټ وخوړل، خو وروسته یې د زړه درزا تېزه شوه او له غرمې مخکې نژدې ۱۱ بجې یې ساه ورکړه. ''

د استاد بختاني جنازه نن یکشنبه د ننګرهار په سره رود کې دده په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي. د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار اسد الله غنضفر وايې د ارواښاد بختاني مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره یوه ضایعه ده.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …