The news is by your side.

ازبکستان کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانیستل کیږي

یوې سرچینې ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د طالبانو لپاره به سیاسي دفتر پرانیستل شي.

رسنیو ته یوې باوري حکومتي سرچینې ویلي، چې د تاشکند دفتر به د افغان سولې خبرو لپاره پرانیستل شي. د سرچینې په وینا د سولې شورا هم په تاشکند کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل کېدل تایید کړي دي.

 د سولې د عالي شورا یو مرستیال اسدالله بارکزي ویلي، چې په تاشکند کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستي تر څنګ به یو دفتر په دوبۍ کې هم د یادې ډلې لپاره پرانیستل شي.

 هغه زیاته کړې، چې په قطر کې به هم د دوی اوسنی دفتر پرانیستی پاتې وي. بلخوا طالبانو ته یوې نږدې سرچینې اریانا نیوز ته ویلي، چې په دوحه کې به د دوی اوسنی دفتر د روزنې لپاره، د دوبۍ هغه د ارتباطاتو او د تاشکند له دفتره به خپل سیاسي فعالیتونه مخته وړي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

 دا په داسې حال کې ده، چې نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، چې د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي خو نړیواله ټولنه به یې ملاتړ او څارنه کوي.