The news is by your side.

پوهیږئ چې حیوانات ولې لکۍ لري؟

خبریال ویبپاڼه/ د حیواناتو له ډلې يې ډیر لکۍ لرونکي دي تاسو ته هم ښايي دا پوښتنه وي چې حیوانات ولې لکۍ لري د لکۍ لرونکو حیواناتو په هکله جالبات دلته راسره ولولئ

د لکۍ لرونکو حیواناتو په هکله عجب دلیلونه!

تاسو به په خپل چاپیریال کې ډیر لکۍ لرونکي حیوانات وینۍ ، لنډي لکۍ لرونکي جګې لکۍ لرونکي او پیچلې لکۍ لرونکي حیوانات زیات دي، خو سوال دلته دی چې په حیواناتو کې د لکۍ  دنده څه ده؟ داسې ډیر دلیلونه دي سته چې  لوی خدای ج حیواناتو ته لکۍ ورکړې نو راځۍ ولولو چې هغه کوم دلیلونه دي  چې د حیواناتو د لکۍ په هکله دي؟

د حیواناتو د لکۍ دلیلونه!

۱- د توازن ساتل

ډيری حیوانات د خپل توازن ساتلو لپاره له خپلې  لکۍ څخه کار اخلي مثلا ځیني الوتکو د الوتلو پر وخت د لکۍ په وسیله خپل توازن سموي او وروسته الوت پیلوي

۲- مخالف جنس را جلبلول

ځیني مرغان به تاسو لیدلي وي چې ډیري ښکلې لکۍ لري چې په هغو کې رنګارنګ بڼکې موښتې وي. دغه مرغان د خپلې ښکلې لکۍ او بڼکو په وسیله د خپلې جوړې پام ځان ته اړوي په عمومي ډول سره مادې دخپلو نرانو د لکۍ په ځانګړو حرکتونو جذبیږي

۳ – د احساساتو څرګندونه

دا موضوع تر ډيره د سپیو په عادتو او حرکتونو پسې تړاو لري، سپیان د خپلې دوستۍ په اظهارولو سره د لکۍ له حرکتونو استفاده کوي په داسې حاالتو کې، دوی خپل لکۍ اړخونو ته او څنډې کوي، او  یاهم کوم وخت چې اس خپله لکۍ د ځکمې لور ته خوځوي یعني د خفګان معامله ده او په  داسې حالتونو کې باید اس و درول سي او ځان ډاډه کړۍ چې څه نه دي سوي!

۴ – دفاع او د ژوندي پاتي کیدو هڅه پرې کوي

ډيری حیوانات د خپلې لکۍ په واسطه له خپله ځانه د دښمن مقابل کې استفاده کوي، او په عمومي ډول سره تر یوې اندازې پوري ښکاره له ځان څخه لیري کولای سي او یا ښکاري حیوان پرې سرګردانه کوي

۶ – ښکار کول

ډیری حیوانات بیا د خپلو احساساتو لپاره له لکۍ کار نه اخلي، ځینې يې له لکۍ په کار اخیستلو سره ښکار کوي، د مثال په توګه لړم له خپلې لکۍ پر مقابل لوري زهر اچوي او د کار د مړه کولو لپاره ترې کار اخلي

۷ – د حرکت کولو کارونه

ډیری ماهیان او نور حیوانات د لکۍ په وسیله حرکت کوي، ډیری بیزوګان دخپلې په وسیله پر ونو او ښاخونو ټوپونه وهي جست حرکتوونه کوي او پورته خیزونه اچوي

۸- د حشراتو مخنیوي پرې کوي

ډیری حیوانات د لکۍ په ښورولو سره دحشراتو مخنیوی کوي تاسو په یوه لمریزه ورځ یوې غوا ته وګورئ چې د لکۍ په بیابیلو حرکتونو څخه حشرات له ځانه شړي او همدا شان اسان هم له دې تاکتیکه کار اخلي

۹ – د غوړ یا چربي ذخیره کول

مثلا یو ډول تمساح ګانې دي چې خپل چربي یا غوړ تر لکۍ لاندې ذخیره کوي چې بیا کولای سي دوه کاله بغیر له خوراکه هم ژوند وکړي د دې چربي اندازه دومره ده چې کولای سي دا تمساح له کم خوراکي او مرګه وژغوري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.