The news is by your side.

د سلګونو میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۹ پروژو قراردادونه لاسلیک شول

کليو  بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر له لورې د هېواد په يوولسو ولايتونو کې  د پرمختيايي شوراګانو  او شرکتونو سره د څه باندې درې سوه ميلونه افغانيو په ارزښت د نهه ويشتو بېلا بېلو پروژو تړونونه لاسليک شول.

د يکشنبې په ورځ د اسد میاشتې ۲۱نېټه کابل کې په دې اړه جوړې شوې مطبوعاتي ناسته کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي وويل، دا پروژې د هلمند، بلخ، غور، کونړ، پنچشېر، پکتيا، ننګرهار، کندوز، لغمان، پروان او  سرپل په ولايتونو کې پلي کيږي چې د تړونونو له لاسليک سره سم يې عملي چارې هم پيل شوې.

ده زياته کړه چې په دې پروژو کې د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، سړکونه، استنادي او محافظوي ديوالونه، بولډروال او د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د ودانۍ رغونه شامله ده.

نوموړی وايي چې له دې پروژو څخه به اوه شپېته زره دوه سوه پنخه ويشت ځايي وګړي ګټه واخلي او په کاري بهير کې به زرګونو بېکاره ځوانانو ته کاري زمينه هم برابره شي.

د دې پروژو لګښت د افغانستان د  ماليې وزارت څخه ورکړل شوی، چې  له دې جملې څخه  د دوو پروژو لګښت ( کندوز  کې د نږدې پنځه ميليونه افغانيو  او په پنجشېر کې د نږدې دوه ميليونه افغانيو)  په ارزښت  د هندوستان هېواد  له خوا ورکړل شوی

همدا راز له يادو پروژو څخه د پنځه ويشت هغو  په لګښت کې د سيمې خلک لس فيصده ونډه لري.

بايد وويل شي چې د کليو  بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا په تېرو دوو کلونو کې د لسګونه مليارده افغانيو په ارزښت د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د څه باندې پنځه ميليونه وګړو لپاره د نژدې يوولس سوه پروژو هوکړه ليکونه لاسليک کړي چې په پيل او پلي کېدو سره يې د خلکو په ټولنيز او اقتصادي ژوند مثبت اغېز کړی.