The news is by your side.

فراه کې ۴وسله وال وژل شوي

د فراه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کومانډو او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو په ترڅ کې اوه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانی څخه په خبره شوی خبرپاڼه کې راغلي چې د پشت رود ولسوالی په ګزګین سیمه کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د وسله والو یوشمېر وسلې هم لمنځه تللي دي.

ظفر قول اردو وایي د بالا بلوک ولسوالی د دیزک سیمې په ختېځ کې یې د کومانډو او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۲ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د ظفر قول اردو په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې د وسله والو یوه سراچه ډوله موټر هم لمنځه وړل شوی.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.