The news is by your side.

غزني کې وسله والو د ټاکنو کمېسيون دفتر ته اور اچولى دى

د تندر قول اردو چارواکي وايي چې غزني ته يو شمېر تازه دمي ځواکونه رسېدلي، خو د ښار په څنډو کې اوس هم جګړه روانه ده او بل لورته يو شمېر سرچينې وايي چې طالبانو غزني کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته اور اچولى دى.

د تېرې جمعې په شپه وسله والو طالبانو له څو لورو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي چې له امله يې د ملکي کسانو په ګډون ښکېلو لورو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد فاروق رسنیو ته وويل چې د چاڼيزو عملياتو په موخه يو شمېر ځواکونه پرون غزني ته رسېدلي او نور ځواکونه اوس پر لاره دي.

ده زياته کړه چې د غزني په جګړه کې تر اوسه ١١٠ طالبان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي.

محمد فاروق وويل چې د غزني زندان، د ملي امنيت رياست، امنيه قومانداني د ولايت مقام او نورو مهم دولتي دفترونه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

بل لورته غزني کې يوې حکومتي سرچينې رسنیو ته ویلي  چې طالبانو په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته اور اچولى دى.

هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

خو بل لورته د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس ظاهر اکبري رسنيو ته ويلي چې طالبانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دفتر ته نن سهار اور اچولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د يادې جګړې له امله د جمعې ورځې له مازيګره غزني کې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې خلک نه شي کولى له خپلو کورنيو او دوستانو سره اړيکې ټينګې کړي.