The news is by your side.

پکتیا کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

ځوانان، چې د یو هیواد د ملاتیر رول لري، په همدمره اندازه يې د ټولنې په بدلون کې ګډون هم لوبولی شي.

په پکتیا کې د ځوانانو د نړیوالي ورځې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې لس ګونه تنو ځوانانو ګډون کړی وو.

د پکتیا د ولایت مقام مرستیال والي عبدالولي سهي یادې غونډې ته د وینا پرمهال ځوانان خپلو مسولیتونو ته متوجه کړل او پخپلو خبرو کې يې ځوانانو ته ګوتڅنډنه وکړه، چې د وخت له ضایع کېدو څخه ډډه وکړي .

د پکتیا ولایت مقام دیني سلاکار قاري خواجه الدین بیا د ځوانانو په قوم پرستي نیوکه وکړه او ويې ویل، چې ځوانان دې د یوه افغان تر کلمې لاندې ژوند تېر کړي .

قاري خواجه الدین د دوی په یوالې باندې ټينګار وکړ .

 په همدې حال د رڼا د روغتیايي علومو انیستیوت مشر سمیع الله احمدزي د دې ورځې په ویاړ پنځوس وړیا سکالر شيپونه د پکتیا ولایت د ځوانانو چارو امریت ته په واک کې ورکړل .

سیمع الله په خپلو خبرو کې وویل، چې هڅه يې ده ترڅو له دې لارې په شته برخه کې تشه ډکه کړي .

پداسې حال کې د ځوانانو ورځ لمانځل کيږي، چې ډېری لوستي ځوانان د نالوستو ترڅنګ له بې کارۍ څخه شکایت کوي .