The news is by your side.

امرخېل يې د کرزي په چپلاخه وواهه

ليکوال :فرهاد ستر

وروستی لیست لا ندی معلوم چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د ګډ حکومت په خوله ولسي جرګې ته نوماند شوي نور کسان هم له صحنې وباسي کنه؟ ؛ خو د امرخیل ایستل غلطه پرېکړه ده.
امرخیل اوس یواځې نه دی، امرخیل د اصلاحاتو او وطن دوستی فکر دی، مدیر دی، پوهه لري، عالم دی، زړور دی، د ملت هوساینه، د حکومت ملاتړ او ننګه يې په وینه کې چلیږي. دا چې حکومت د خپلو سیاسي مرداریو په خاطر یو وړ انسان له صحنې باسي، دا د حکومت د کورني سیاست نهایت کمزوري ده، په حکومت کې د امرخیل غوندې په فکر او عقل قوي او پاخه خلک ډير کم دي.
زرداد چې اوس يې د خدای او بنده ګانو پر وړاندې له خپلو ګناهونو توبه ایستلې وه، د دوستم په شان يې له ولس نه بښنه غوښتې وه، که يې نوم له لیسته لرې هم شي، کومه لویه ټکه نه را لویږي.
ملا ترخیل هم چې په کابل کې نېږدې 30 زره جریبه غصب شوې ځمکه لري، ولسي جرګې ته يې تلل ولس ته ډېره ګټه نه رسوله، یواځې به يې د خپل جایداد او تجارت ساتل یو څو کاله نور هم تظمین شوی وای؛ خو د امر خېل لرې کیدل ظلم دی، زیاتی دی، د ملت سپکاوی دی.
امرخیل نه د زرداد په شان خلک په سپیو خوړلي، نه يې د الحاج ملا ترخیل په شان خلک وژلي، نه يې له هېواد سره د لطیف پدرام په شان خیانت کړی، نه يې، د فوزیې کوفي په شان د بدخشان لعل او یقوت پردیو ملکونو ته قاچاق کړي، نه يې قومي تفرقو ته لمن وهلی، نه يې په مذهبي جنګ اخته کړي یوو، نه يې له بلې ژبې او قوم سره دوښمني کړې، خپله ژبه يې ویلی او ملک يې له بحران څخه ژغورلی، مشهور متل دی
(( خره ته يې زور نه رسي پالانه وهی))
دوه سري حکومت هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه په اشاره جوړشو اتلافونو او حرکتونو ته وس نه رسیږي، نو يې د امرخیل غوندې په خاوره او ملت مین ځواکمن انسان د ولسي جرګې د ټاکنو له لیسته و ایستی چې هیڅ قانوني جنبه نلري.
یو څوک چې په ښکاره تاته ترهګر وايي، د افغانستان له نامه نه انکار کوي، همنجنس بازی ته مشروعیت ورکوي، په سفارتونو او له کوره د باندې ستاپر موجودیت انکار کوي هغه سرې سترګې ګرزي، امر خیل په شان په وطن سوزېدلی او د نظام جوړونکی نن د فوزیه کوفي، ملا ترخیل او یو څو نورو بدماشانو سره یو ځای له لیسته غورځول کیږي.
موږ د امرخیل تر شاه ولاړ یو د حکومت په دې کړنو موږ نه سړکونو ته را وزو نه لارې بندو، موږ د سمون او بدلو په لور خپل کار ته ادامه ور کوو، د ډاکټر اشرف غني همدا شرم بس دی چې دده په واکمنۍ کې امرخیل له لیسه وزي.
پای