The news is by your side.

غېرتي پېغلو د پاکستان پښتنو پوځيانو ته بنګړي ډالۍ کړل

په خېبر پښتونخوا کې يو شمېر غېرتي پېغلو د پاکستان پښتنو پوځيانو ته بنګړي ډالۍ کړل او ورته يې وويل، چې تاسو د پښتنو په ساتنه کې پاتې راغلي يئ، بلکې د پښتنو په وژنه کې مو پوره برخه اخيسته ده، نو تاسو بنګړي په لاسو کړئ.

نن د خېبر پښتونخوا ايالت په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه جلسه ترسره شوه، ويل کېږي چې جلسې ته په زرګونو خلک راغلي و او آن په دېوالونو ورته ناست ول. په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو ويناوې وکړې او خپلې غوښتنې يې يو ځل بيا تکرار کړې.

په پاکستان کې تر ټولټاکنو وروسته دا د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنۍ لويه غونډه وه، چې د پاکستان قامي پارلمان ته کامياب شوو علي وزير او محسن داوړ هم د تېر ځل په څېر د دې جلسې لپاره کمپاين کړ او برخه يې پکې واخيسته.

بلخوا د صوابۍ سربېره د خېبر پښتونخوا په يو شمېر ښارونو کې غېرتي پېغلو د پاکستان پښتنو پوځيانو ته بنګړۍ ډالۍ کړل او پېغور يې ورکړ، چې تاسو د پښتنو وژنه کې پوره پوره برخه لرئ.