The news is by your side.

ګوانتانامو کې د یوازیني افغان زنداني برخلیک لا هم روښانه نه دی

د امریکا په ګوانتانامو زندان کې د بندي افغان اسد الله هارون ، کورنۍ د هغه خوشي کېدل غواړي.

اسد الله هارون کورنۍ وايي په ګوانتانامو زندان کې د یوازیني افغان زنداني برخلیک لا هم روښانه نه دی. اسد الله هارون له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تیروي او کورنۍ یې وایي لا هم دوی نه پوهېږي، چې هارون په کوم جرم نېول شوی او له حزب اسلامي سره له سولې او مصالحې سربېره، نوموړی په زندان کې ساتل کیږي.

 د هارون یواځینۍ دیارلس کلنه لور وایي، چې د پلار له سیورې پرته ژوند کول ورته ډیر ستونزمن دي او حکومت یې باید د پلار د را خوشي کولو په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.اسدالله هارون؛ د حزب اسلامي یواځینی افغان زنداني دی چې اوس مهال په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تېروي، خو دوسیه یې لا هم بې برخلیکه ده.

یاده دې وي چې  پر هارون د امریکا له خوا دا تور دی، چې د حزب اسلامي جنګیالیو ته یې چاودېدونکي توکي چمتو کول او د القاعدې شبکې له غړو سره یې اړیکې درلودې.