The news is by your side.

کرزی وايي طالبان دې بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي

د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د حامد کرزي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښيني.

خبرپاڼه وايي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو په اړه د سیاسي ګوندونو استازو، سیاسي ائتلافونو، د مقاومت حوزې، د ملي شورا او مدني ټولنې استازو د وروستي دریځ د اعلان هرکلی کوي.

ښاغلي کرزي د سولې د تحقق په اړه د افغانانو په مشری او د بین الافغاني خبرو اترو پر اړتیا ټنیګار وکړ او له وسله والو طالبانو وغوښت چې د افغانانو له هیلو سره سم له حکومت سره د سولې بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تهینج تر دې مخکې ویلي و چې  د سیاسي ګوندونو او جریانونو مشرانو د ټاکنو او له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه پر یو لړ مهمو پرېکړو موافقې ته رسېدلی.

ښاغلي تهینج په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د وروستيو ناستو په اړه بشپړ جزئیات به ډیر ژر د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له خلکو سره شریک شي.