The news is by your side.

غزني ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي

راپورونه وايي چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو شپږ سوه کسیزه ډله غزني ښار ته نننوتې ده او د طالبانو پر ضد به شدید عملیات پیل کړي.

د راپورونو په اساس ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه کړې، چې غزني ته ملاتړي ځواکونه واستوي. د ولسمشر مرستیال ویاند شا حسین مرتضوي وايي حکومت تېره شپه پرېکړه کړې، چې په غزني کې د ښاریانو د ساتلو لپاره اضافي ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

 له غزني نا تایید شوي راپورونه وايي چې تېره شپه هم په ښار کې جګړه روانه وه.

افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو او په ښار کې د سیمو د کنترول خبره کوي. خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده مالومه.

ځینې سرچینې وايي په دریو ورځو کې چې طالبانو په غزني ښار برید کړی ۱۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴۲ تنه ټپي دي. ویل کېږي چې د غزني روغتون د ټپيانو د منلو ظرفیت نه لري.

یاده دې وي چې دمګړی په غزني کې د جګړې مشري هم د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو په لاس کې ده.