The news is by your side.

امرالله صالح:د قره باغ او پروان د موټرو پلورنځي محاصره کیږي

خبریال ویب پاڼه/ امرالله صالح وویل: چې د کابل او پروان ولایت قره باغ ولسوالۍ کې د موټرو پلورنځي کې ډیری موټرې هماغه دي، چې له کابل څخه غلا شوي او هلته د رنګ بدلون سره پلورل کیږي.

ښاغلي صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې یو ګډ کاري ځواک به ډیر ژر له کابل بهر د موټرو پلورنځي محاصره کړي او د غلا شويو موټرو راپورونو ماته راکړل شوي چې دلته د غلا شویو موټرونو رنګونه تبدلیږي او له هغې وروسته خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال همدا ډول: د ویجاړې شویو ودانیو مالکینو ته وخت ورکول کیږي، چې ساحه له آشغالو څخه پاکه کړي؛ که نه نو د دوی اوسپنې او نور مواد وړل کیږي، د وړلو پېسې به یې د دغه مواد له لیلام څخه لاس ته راوړو. هغه کسان چې فکر کوي، چې دا فعالیتونه د څو ورځو له پاره وو؛ باید بیا فکر وکړي.

هغه دا هم وویل: چې د بې اسنادو موټرو تګ راتګ ۹۰ سلنه کم شوی؛ مګر دا کافي ندی.

د یادونې وړ ده، چې په کابل کې د جنایي او تروریستي جرمونو د زیاتوالي په تعقیب، ولسمشر غني د څو اونیو لپاره په کابل کې د امنیتي مسلو مسؤلیت په مستقیمه توګه امرالله صالح ته سپارلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.