The news is by your side.

کرونا وایرس او افغانستان کې (۴) ممکنه لويي فاجعې !

خبریال ویب پاڼه د کرونا وایرس په تړاو باندي پر بیلا بیلو اړخونو بحث شوی دی ؛ خو دې لیکنه کې موږ هڅه کوو چې د دغه وبا هغه اړخونه هم را وسپړو چې لا تر اوسه پټ پاتې دي .

دا چې کرونا یوه نړۍ واله وبا ده نو موږ به د نړۍ په لیدلوري کې د (کووېډ ۱۹) د اثراتو په تړاو لمړی لږ غوندي رڼا واچوو.

کرونا وایرس نړۍ واله ټولنه له دوو لویو فاجعو سره مخ کړې ده

لمړۍ فاجعه :کرونا وایرس هره  ورځ زرګونه بېګناه انسانان وژني او د ډېرو پرمختللو هیوادونو روغتیا يي سیستمونه یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي . دا په نړۍ واله کچه یوه فاجعه ده چې مالدار ؛غریب ؛ ځواکمن او بېوسه هیوادونه ټول ورسره مخامخ دي . هغه متل دی چې : « له عالمه سره غم نه غم دی ».‌

دوهمه فاجعه : کرونا وایرس د نړۍ په لر او بر کې بیا هم مالدار ؛غریب ؛ ځواکمن او بېوسه هیوادونو پر اقتصاد سخت ګوزار کړی دی . د نړۍ وال سټاک اکسچینج نه نیولې بیا د الوتکو تر لویو کمپنیو او د بازارونو تر وړو هټیو پوري د نړۍ د اقتصاد هر لوری ددغه وایرس له کبله زیانمن شوی دی .

د بې کاري کچه زیاته شوې او پر مخ تللي هیوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته د ژوند کولو لپاره د هغوی د میاشتني معاش مبدل پیسې ورکړي او د خپلو خلکو ژوند او امنیت خوندي کړي .

د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د دغې ناروغۍ د درملو او واکسین د جوړېدو مقابله هم په زغرده روانه ده . دا کار هم د سترو هیوادونو د اقتصاد لپاره یو ستونزمن پېټی دی .

د نړۍ ستر هیوادونه دې ته هم سخت اندېښمن دي چې د کرونا وایرس د تشخیص او      په اساني نه موندل کېږي . Chemical ټیسټ لپاره کارېدونک موادو   

کرونا او دافغانستان ممکنه فاجعې !

لمړۍ فاجعه :‌ د کرونا وایرس پراخ ممکنه تلفات

دا برخه له نوري نړۍ سره شریکه ده ؛ افغانستان کې هم کرونا ښايي زیات خلک ووژني ، خو دلته توپیر دادی چې نوره نړۍ کې روغتیا يي سیستمونه تر ډېره بریده د خپلو خلکو د خوندي توب هڅه کوي ،خو افغانستان کې روغتیا يي سیستم تر کرونا وایرس وړاندي فلج او بې وسه دی ؛ نو ښايي د نوري نړۍ په انډول په افغانستان کې دا فاجعه ډېره لویه او پراخه وي .

د کرونا د هم دغې وبا توپیر له نوري نړۍ سره د افغانانو دادی چې نوره نړۍ کې د کرونا وژليحکومتونه خاورو ته سپاري یا یې سوځوي او یا یې په انتهايي خونديکمپنیو ښخوي ؛ خو افغانستان کې برعکس دا کار ولس او خلک کوي چې د کرونا وبا به لانوره ځواکمنه کړي او دا وبا به په یوه پراخه فاجعه بدله شي‌.

هم داراز په افغانستان کې روان کرونا ييحالت ښايي ځکه په لویه او ملي فاجعه واوړيچې له یوه لوري ځیني وګړيچې ښايي نه پو هېږي کرونا وایرس جدينه ګڼي او له بله اړخه حکومت له کرونا سره سیاسي چلند کوي‌. د بېلګي په توګه په افغانستان کې د کرونا د ناروغانو دقیق شمېر نه ښيي .

په نوره نړۍ کې روغتیا وزارت د کرونا په تړاو دقیق ارقام خپروي یا یې حکومت ته ورکويچې هغوی یې خپاره کړي ؛ خو په افغانستان کې د ولسمشر ماڼۍ په ارقامو کې کمی راولي‌ . دوی بهانه دا کويچې خلک به وه وېریږي؛ خو په اصل کې دا کار د افغانستان حکومت اعتبار د نړۍ واليټولنې او د روغتیا د نړۍ وال سازمان په وړانديرا ټیټوي‌.

په نړۍ واله کچه د کرونا وایرس له وبا سره د نړۍ والو په څېر سفر به کار دی .ارقام باید پټ نه کړل شياو مخامخ د نورو هیوادونو په څېر ولسمشر غنيیا د هغه مرستیالان او یا هم د روغتیا وزیر او نور لوړرتبه چارواکي باید ولس ته هره ورځ مستقیم پر یوه ټاکليوخت وږغېږياو معلومات ورکړي .دا کار به ناسم ارقام خپرول او د شک تېوریانيله منځه یوسي‌.

دا کار که د ویډیو يي خبري کانفرانس له لاريوشي خو ډېره ښه خبره ده ؛ که ممکنه نه ويبیا دي دافغانستان له ملي تلویزون نه وشيخو تر دغه رسمياعلان وړاندي دي ارقام نه اعلانېږي .

دوهمه فاجعه : دافغانستان پر اقتصاد یې اثر

دا برخه هم د نړۍ سره تړاو لري او کرونا وایرس پر افغانستان یو سخت اقتصادي ګوزار دی ؛ خو د نورينړۍ او افغانستان فرق دادی چې د اقتصاد له پلوه د نړۍ ځواکمن هیوادونه اعتبار لري؛ له خپليخزانې پرته پور هم اخیستلای شياو لا له وړاندي یېداسيتګلاريجوړکړې یا جوړه ويچې بېرته خپل اقتصادونه ورغوي؛خو له بده مرغه د افغانستان اقتصاد تر ډېره بریده یا د نړۍ پر مرستو ولاړ دی او یا هم پر یوه اندازه پورونو؛ نو په دې برخه کې هم موږ تر نوره نړۍ زیات له اقتصادي فاجعې سره مخامخ کېدلای شو .

اوس پوښتنه داده چې د نړۍ نور غریب هیوادونه او افغانستان څه توپیر لري ؟

ځواب دادی چې د نړۍ په اکثره غریبو هیوادونو کې که غربت شته جګړه نشته ؛ که غربت شته د حکومتيچارواکو د فساد کچه یې دومره لوړه نه ده ، نو په دې انډول موږ د نړۍ تر غریبو هیوادونو هم زیات ځپل کېږو .

دافغانستان موجوده اقتصاديحالت باید د نړۍ له مالدارو او په ځانګړيډول دافغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو او د پیسو د نړۍ وال صندوق له چارواکو سره شریک کړل شي‌. له هغوی نه بیا بیا د مرستيغوښتنه وشي ؛ خو د شویو مرستو شفافیت باید تضمین کړل شيڅو مرسته کونکينورو مرستو ته زړه ښه کړي‌.

دریمه فاجعه :‌ په افغانستان کې له لوږي مرګ

کرونا وایرس افغانان له یوه بل داسيناورین سره مخامخ کولای شيچې ښايي بېلګه یې په نړۍ کې ونه موندل شي . هغه ناورین یا فاجعه به له لوږيد ډېری افغانانو مړینه وي .

په نړۍ کې ډېر لږ داسيهیوادونه شته چې د مالدارو او غریبو ترمنځ یې لوی واټن موجود وي؛ یا په بله معنا که چېرته ژور وکتل شيداسيلږ هیوادونه شته چې منځنی اقتصاد لرونکي وګړيیې دومره لږ وي لکه افغانستان .

په افغانستان کې د څلور لویو ښارونو او پلازمېني کابل پرته د نورو ټولو ولایتونو د وګړو لوی شمېر د غربت ترکچه لاندي ژوند کوي ؛ خو ځیني ورکيانتهاييډېر مالدار دي .

نو د کرونا وایرس په زیاته اندازه خپرېدو سره به د غربت کچه لا  نوره لوړه شي او ښايي په ځینو ولایتونو او لیري پرتو سیمو کې لوږه د کرونا وایرس په اندازه یا په لږ کمبوت پراخ ناورین یا فاجعه رامنځ ته کړي .

په حکومتيکچه باید دا ډاډ بیا بیا تکرار شيچې خواړه نه کمېږي ؛ خو یوازيډاډ بسنه نه کوی ؛ په هره سیمه او ولایت کې باید د غریبو وګړو لیستونه جوړ او د هغوی لپاره د ژوندي پاتې کېدلو امکانات « چې څومره د حکومت په توان وي‌»  برابر کړي .

د ټولنې مالدار او هغه فاسد چارواکيچې ډېري پیسې یې د فساد په مټ تر لاسه کړې دي باید وهڅول شيچې د ولس ملاتړ وکړي؛ د بیلګي په توګه هر مالدار ته د هغه د توان او اقتصاد سره برابر (۱۰ ) یا (۲۰) یا هم پنځوس او سل کورنۍ وروټاکل شيچې هغوی ته مرستي ورسوي‌.

په هم دې لړ کې هغه فیسبوکيګروپونه چې د اداره امور ؛ امنیت شورا ؛ دفاع وزارت ؛ مليامنیت ؛ کورنیو چارو وزارت ؛ ولسمشر ماڼۍ او ځینو زورواکو د سیاسي فعالیت یا د خلکو په خبره د ځان دصفت لپاره جوړ کړيباید د مالدارو د هڅونې لپاره وکارول شي‌.

مدني فعالان او هغه کسان چې بهرنړۍ ته لاس رسی لري باد په خپل مټ ځیني اشخاص د ډونرانو په ډول ومومياو یوه ؛ دوې یا درې کورنۍ د دغې وبا تر پایه ور وسپاري چې لاس نیوی یې وشي .

څلورمه فاجعه :‌ کورنۍ (جنايي) ‌جګړه

د نورينړۍ برخلاف کرونا وایرس په افغانستان کې د یوې بليخطرناکې کورنۍ جګړې وېره پېدا کړې ده ؛ البته دا جګړه به (کریمینلز وار) یا جناييجګړه وي‌ .‌ دا جګړه هغه مهال شونې ده چې د خوراکيتوکو بيي لا نوريلوړيشي؛ وګړيله لوږي، فقر او کرونا وایرس له تلفاتو سره مخامخ شي‌.

دې جګړه کې به خدای مکړه لمړی په ښارونو کې پر هټیو او د خوراکي توکو او درملو پر ګودامونو خلک ډله ایز بریدونه وکړي، او په دوهم پړاو کې به یې ولس د یوه اوبل له کوره په زوره د شته خوراکيتوکو د وړلو هڅه وکړي‌. که طالبان اوربند وکړياو له حکومت سره په شریکه ددې حالت د مخنیويهڅه وکړي؛ ښايي تر یوه بریده دا حالت کنټرول شي؛ خو که امنیتيځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت پاتې شينو بیا دا ډول حالت راتلل ډېر ممکن دی .

که خدای مکړه د کرونا وبا د افغانستان د جګړې او سوليپه څېر ښه مدریت نشوه ؛نو بیا دا ډول حالت ممکن دی .

دغسيحالت کې به انارشيرامنځ ته کېږي او د ګېډيمړولو جګړه به وي ؛ داسيحالت نه د طالبانو لپاره د کنټرول وړ دی او نه هم د افغانستان د حکومت  یا نړۍ واليټولنې لپاره.‌ .

که د کرونا وایرس په تړاو هیواد له ورته حالته ژغورل غواړو نو لمړی باید د وبا سره د هیواد هر وګړی په اخلاص مقابله وکړي‌ . د بلګيپه توګه هر حکومتيچارواکی ديپه مرستو کې له فساده ډډه وکړياو د فساد مخنیوی دي په اخلاص وکړي .

دافغانستان هر وګړی دی د نړۍ د مهذبو ولسونو په څېر له کرونا وایرس سره د نړۍ په څېر واټن ونیسي؛ له ضرورت پرته دي له کورنه نه راوزي ؛مېلمستیا وياو بانډارونه دينه کوي ، د خپل خپلوانو کورونو ته دي نه ځي؛ خو که د تګ ضرورت وياوله ورتګ پرته دا کار ناشونی وي نو بیا دي ټولنیز واټن مراعات کړي؛ له هره بل انسانه باید دوه متره لیريوه اوسياو خپله خوله په تیمبوزک یا ماسک پټه کړي او که د ماسک اسانتیا نه وينو د افغانانو پګړۍ تر ټولو ښه وسيله کېدىشي خو په دې شرط چې لږ تر لږه هره ورځ په صابون ومينځل شي.

لاسونه ديیوبل ته نه ورکوياو او مخته تر لاس وړلو وړاندي باید لاس په صابون ومینځل شي‌.

په دغه صورت کې موږ بیا بریاليکېدای شو کنه د کرونا ممکنه وبا ښايي بره څلور لوييفاجعې رامنځ ته کړي .

لیکوال : د خبریال ویب پاڼې مشر میرویس افغان/ ۱۱اپریل ۲۰۲۰ لندن بریتانیا   

     

    

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.