fbpx

سيريز د افغانستان په نوم، ځاځى غوره لوبغاړى شو

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو سيريز د افغانستان په نوم شو او حضرت الله ځاځى د غوره لوبو ترسره کولو له امله د ياد سيريز غوره لوبغاړى شو.

د آيرلېنډ په کوربه توب افغانستان د آيرلېنډ سره د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ لرله، چې دريمه لوبه يې نن د باران له امله لغوه شوه. د ٣ لوبو په سيريز کې لومړۍ دوه لوبې افغانستان ګټلې وې او سيريز يې په خپل نوم کړى و، نو نن افغانستان ته د سيريز کپ ورکړل شو او همدا راز د افغانستان تکړه توپوهونکى حضرت الله ځاځى د سيريز غوره لوبغاړى شو.حضرت الله ځاځى

د افغانستان او آيرلېنډ په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې افغانستان لومړى توپوهنه وکړه او آيرلېنډ ته يې د ٧ ويکټو په تاوان ١٦١ منډې هدف وټاکه، خو آيرلېنډ د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ١٤٤ منډې ترسره کړې او افغانستان په ١٦ منډو بريا ترلاسه کړه. ياده دې وي چې لومړۍ شل اوريزه لوبه د باران له امله ١٨ اورونو ته راښکته شوې وه.آيرلېنډ

په دوهمه شل اوريزه لوبه کې بيا هم افغانستان لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٠ منډې وکړې او آيرلېنډ ته يې د ١٦١ منډو هدف وټاکه. خو د آيرلېنډ ټوله لوبډله په ٧٩ منډو وسوځېده، چې يواځې د حضرت الله ځاځي ترسره کړې منډې يې هم پوره نه کړې او افغانستان په ستر توپير سره، يعنې په ٨١ منډو آيرلېنډ مات کړ.

حضرت الله ځاځي په دواړو لوبو کې د ښې توپوهنې له امله وکولاى شول چې د افغانستان په بريا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي په لومړۍ لوبه کې ٧٤ او په دوهمه لوبه کې يې بيا ٨٢ منډې ترسره کړې، چې بل هېڅ افغان لوبغاړي دومره ښه توپوهنه ترسره نه کړه. همدا لامل شو چې نوموړى د سيريز غوره لوبغاړى اعلان شو.

همدا راز حضرت الله ځاځي د آيرلېنډ خلاف په لومړۍ لوبه کې يو ريکارډ هم په خپل نوم کړ، چې لومړنى افغان لوبغاړى شو چې په ٢٢ توپونو يې چټکه پنځوسيزه ووهله.

دوهم لوبغاړى بيا کپتان اصغر افغان و، چې ښه توپوهنه يې وکړه، نوموړي په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ٣١ او دوهمه کې يې ٣٧ منډې ترسره کړې، چې ټولې يې ٦٨ منډې ترسره کړې او همدا راز محمد شهزاد په دواړو لوبو کې ٣٠ منډې وکړې.افغانستان

که د توپ اچوونې خبره وشي، نو د نور کله په څېر راشد خان او مجيب الرحمان ډېره ښه توپ اچوونه وکړه.

راشد خان په لومړۍ لوبه کې ٣ او په دوهمه کې ٤ ويکټې ترلاسه کړې. په مجموعي ډول راشد خان ٧ اورونه ترسره کړل او ٧ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ٥٢ منډې يې ورکړې.

مجيب الرحمان بيا په ٧ اورونو کې ٥ ويکټې ترلاسه کړې او ٣١ منډې يې ورکړې.

همدا راز آفتاب عالم په دواړو لوبو کې ٣ لوبغاړي وسوځول، محمد نبي ٢ او فريد احمد هم ٢ لوبغاړي وسوځول.نبي، راشد او مجيب

د توپ اچوونې په ډګر کې د افغانستان له خوا ډېره توپ اچوونه ترسره شوه.

د ٣ لوبو په لړۍ کې افغانستان په ٢-٠ سره بريا ترلاسه کړه او ياد سيريز يې په خپل نوم کړ.

د افغانستان او آيرلېنډ ترمنځ ٣ يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کېږي، چې يادې لوبې به د اګست په ٢٧، ٢٩ او ٣١ نېټه ترسره شي.

Your SEO optimized title page contents