The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

سپورت

سپورت برخه کې د نړۍ او افغانستان د سپورت او لوبو په تړاو مطالب خپرېږي ، که د لوبو او سپورټ مینه وال یاست هیله ده دا برخه وڅارئ .

د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې دوه غړي ګوښه کړي

د پاکستان کرکټ بورډ وروسته له هغې چې په (۲۰۲۴) نړيوال جام کې يې خواشينوونکې ماتې وخوړې، د غوراوي کمېټې دوه غړي له دندو کوښه کړل. د پاکستان کرکټ بورډ تاييد کړې چې د غوراوي کمېټې دوه غړو عبدالرزاق او وهاب رياض ته يې خبر ورکړی چې دوی دواړه…

هند کرکټ لوبډله له درې سترو لوبغاړو محرومه شوه

د (2024) م کال شل اوریز نړیوال جام د جولای پر شلمه نېټه د هند پر اتلولۍ پایته ورسېد، د هند تر بریا وروسته د کرکټ نامتو هندي لوبغاړي ویریات کوهلي اعلان وکړ چې له نړیوال شل اوریز کرکټ سره خدای پاماني کوي او دا یې د لوبيز ژوند وروستۍ نړیواله…

حشمت شاهدي: لوبډله له سخت حالت څخه تیرېږي

خبریال وېبپاڼه: د افغان لوبډلې لوبډل مشر حشمت الله شاهدي له هېوادوالو غوښتي چې د لوبډلې ملاتړ وکړي. هغه ویلي، افغان لوبډله له یو سخت حالت څخه تیریږي او په کار ده چې په دې وخت کې یې ملاتړ وشي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، د عظمت الله عمرزي،…

افغان لوبډله له هند وروسته سریلنکا او ایرلینډ سره لوبلړۍ لري

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله له هند سره د درې شل اوریزو لوبو سربېره له سریلانکا او ایرلنډ سره هم لوبلړۍ لري. افغان کرکټ بورډ پرون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان لوبډله هند سره د روانې جنوري له…

جانتن ټروت: د ملي لوبډلې سره قرارداد غځولو ته شرطونه لرم

خبریال وېبپاڼه: افغان کرکټ ملي لوبډلي مشر روزونکی وايي چمتو يم چي له افغان لوبډلي سره د روزونکي په توګه قرارداد و غځوم. جانتن ټروټ چي له افغان لوبډلي سره د تير کال له جولای میاشتي راهيسي د مشر روزونکي په توګه دنده پيل کړې، لوبډلي يې خورا…

اسیا جام؛ له ۱۹ کلونو کم عمره افغان لوبډلې له هند ماتې وخوړه

خبریال وېبپاڼه: د ا فغانستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ سیالۍ کې له هند څخه ماتې وخوړه. په دې لوبه کې پچه د هند له ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وه. افغان لوبډلې په ټاکلو…

المپیک نړیواله کمېټه: افغانستان کې پر ښځینه ورزشکارانو لګول شوي بندیزونه دې لېرې شي

خبریال وېبپاڼه: د المپیک نړیواله کمېټه وایي، چې په افغانستان کې دې پر ورزشکارانو لګول شوي بندیزونه لېرې شي. یادې کمېټې په يوه غونډه کې په افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده. دغې…

کرېکټ بورډ له پاکستان د لوبلړۍ د ګټلو له امله لوبغاړو ته جائزې ورکوي

افغان کرېکټ ملي لوبډلې پرون شپه د پاکستان ملي لوبډلې ته د شل اوريزې لوبلړۍ په دويمه لوبه کې په اتو ویکټو ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم ثبت کړه. د لوبې له ګټلو څو ساعتونه وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د دغې لوبې د ګټلو…

پاکستان او افغان لوبډلو ترمنځ د سيريز لپاره د افغانستان د توليد په زړه پورې ټرافي

ټاکل شوې نن د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل اوريزه لوبلړۍ پيل شي. د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به نن شپه د کابل پر وخت په اته نيمو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پيل شي. د لوبلړۍ ورپسې دوه نورې لوبې به د مارچ…

راشد خان په شل اوریزه کرکټ کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو لوبډل مشر راشد د کرکټ په شل اوریزه سیالیو کې خپلې پنځه سوه ویکټې پوره کړې. د خبریال وېبپاڼې د راپور له مخې نوموړي تېره ورځ د جنوبي افریقا په سوداګریزو سیالیو کې د « د پریټوریا کپیټل»…

د افغانستان کرېکټ بورډ لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز چمتو کړو

د افغانستان کرېکټ بورډ پرون يکشنبه خبر ورکړ چې د لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز يې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارولو. کرېکټ بورډ پرون د يوې وېډيو په خپرولو وښوده چې د دغې ادارې په دننه کې د لوبغاړو لپاره د بدني روزنې او پياوړتيا مجهز…

اسټراليا کرېکټ اداره: افغانستان سره د لوبو نه کول سياسي پرېکړه نه ده

د اسټراليا کرېکټ ادارې د افغان لوبډلې سره د لوبلړۍ لغوه کولو په اړه له خپلې پرېکړې ملاتړ وکړ. د اسټراليا د کرېکټ ادارې مسوول ميک هاکلي وايي افغانستان سره د لوبو نه کول سياسي پرېکړه نه ده. وايي په افغانستان کې د ښځو بنسټيز حقونه ختم…
koi finance