د انګلستان سیاستوالو د افغانستان سره د لوبې لغوه کولو غوښتنه کړې
د انګلستان د پارلمان ۱۶۰ غړو د انګلستان د کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې ده، چې په راتلونکې چیمپینز ټرافۍ کې دې له افغانستان سره لوبه لغوه کړي.
دغه سیاستوالو له دې امله د انګلستان کرکټ بورډ نه یاده غوښتنه کړې ده، تر څو په افغانستان کې د ښځو سره د روان وضعیت لپاره غږ پورته کړي.
دوی ویلي دي، په افغانستان کې چې د واکمنو له خوا د ښځو سره کوم چلند روان دی او له کومو بندیزونو سره مخامخ دي، نو له دې امله د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته پکار دي چې له افغانستان سره د لوبې کولو څخه انکار وکړي.
د یادولو وړ ده، چې تر انګلستان مخکې اسټرالیا هم له افغانستان سره خپلې لوبې لغوه کړي دي. که څه هم اسټرالیا په کوم نړیوال جام کې د افغانستان سره د لوبو کولو څخه انکار نه دی کړی، خو د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ چې کومه لوبلړۍ او ټېسټ لوبه ترسره کېده، هغه د اسټرالیا کرکټ بورډ ونکړه او لامل یې هم په افغانستان کې د ښځو سره د واکمن ګوند چلند یاد کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ یا هم د انګلستان کرکټ بورډ تراوسه پورې په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو سږکال د چیمپینز ټرافي سیالۍ په پاکستان کې ترسره کېږي، چې افغانستان به پکې د نورو لوبډلو ترڅنګ له انګلستان سره هم لوبه کوي.