The news is by your side.

د بشري حقونو مدافعان: طالبان د خلکو غږ خاموشوي او افغانستان د بحران پر لور بيايي

خبریال: حیات الله داوري

د بشري حقونو مدافعانو ټولنې د طالبانو له لوري د دیني عالمانو نیول غندلي او وايي چې دغې ډلې د خلکو پر مدني ازادیو محدودیتونه ډېر کړي او ټولنه یې د منتقدینو لپاره په زندان بدله کړې ده.

یادې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو استخباراتو په وروستیو ورځو کې هغه دیني عالمان نیولي چې د دوی پر کړنو یې نیوکې کولې. په نیول شویو کسانو کې قاري سراج‌الدین، عبدالقادر قانت په کابل کې، او مولوي بشیر احمد حنفي په هلمند کې شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو پر رسنیو هم فشارونه زیات کړي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونه یې بند کړي او په نږدې ۱۷ ولایتونو کې یې د ژوو د انځورونو خپرول منع کړي دي.

د بشري حقونو مدافعان وایي چې د تېرکال پرتله د خبریالانو وضعیت نور هم خراب شوی او اوس مهال ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.

اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بېکارۍ، فقر او اقتصادي بحران سره مخ دی، او د امنیت نشتوالي او پراخو بشري سرغړونو له امله زرګونه کسان په خطرناکو لارو له هېواده وځي.

دوی وايي د طالبانو مشران په کندهار کې هڅه کوي چې د افغانستان دولتي جوړښتونه بدل کړي او پر ځای یې له هغو دیني مدرسو او عالمانو کار اخلي چې د طالبانو له نظریې سره سمون لري. د اعلامیې له مخې، دا کار مذهبي تعصب او توندلاریتوب ته لاره هواروي او د هېواد سیاسي نظام او د بشري حقونو وضعیت سخت زیانمنوي.

ټولنې له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اروپايي اتحادیې غوښتنه کړې، چې د افغانستان حالت جدي وڅېړي او د بشري حقونو ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دوی ټینګار کوي، چې د طالبانو سره د هر ډول اړیکو عادي کول باید د بشري حقونو له وضعیت سره مشروط وي.

دوی همداراز، له د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غوښتي چې د ۲۰۲۵ کال د جون او جولای په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څار او حساب ورکونې لپاره یو مستقل میکانیزم جوړ کړي، څو د قربانیانو ملاتړ وشي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance