ایران په افغان کډوالو لا ډېر محدودیتونه لګوي
د ایران حکومت په یوه تازه پرېکړه کې ویلي دي، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې به دوی لا ډېر محدودیتونه ولګوي او د ژوند شرایط به ورته سخت کړي.
په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ژوند کولو شرایط ورځ تر بلې سختېږي، له پخوا هم سخت دي او لا هم دغه دواړه حکومتونه غواړي چې دغه کډوالو ته لا نورې ډېرې ستونزې هم جوړې کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې په ایران کې د کډوالو له امله د ایران د خپلو خلکو کارونه له مشکلاتو سره مخ دي، نو ځکه دوی به افغان کډوالو ته لا ډېر محدودیتونه رامنځته کړي.
په راپورونو کې ویل شوې ده، چې د کورنیو چارو وزارت به د کډوالو د کنټرولولو لپاره نور سخت قوانین هم جوړ کړي او هغه کډوال چې اسناد نه لري، له نیولو وروسته به افغانستان ته لېږل کېږي.
بلخوا په پاکستان کې هم یو ځل بیا د افغان کډوالو نیول پیل شوي دي او د اسلام اباد په ګډون په ګڼ شمېر ښارونه کې افغانان نیول کېږي او بېرته افغانستان ته رااستول کېږي.