پاکستان یو ځل بیا ۷۸۱ افغانان راوشړل
د پاکستان حکومت د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې نیولي ۷۸۱ افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته رالېږلي دي، چې ویل کېږي ناقانونه په اسلام اباد کې اوسېدل.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې په اسلام اباد کې یې ۷۸۱ غېر قانوني افغان کډوال نیولي او د تورخم په لار یې بېرته افغانستان ته لېږلي دي.
پاکستان وايي چې هغه افغانان چې په پاکستان کې غېر قانوني اوسېږي، د هغوی نیول یې پیل کړي دي، خو هغه چې نورو هېوادونو د تګ په تمه ناست دي، هغوی ته اوس څه نه وايي.
د یادولو وړ ده، چې پاکستان د هغه هېوادونو، چې له دغه هېواد نه افغانان وباسي، غوښتنه کړې ده، چې کوم افغانان یې دلته د تګ په تمه کېنولي دي، باید ژر تر ژره یې وباسي، که نه وي دوی به دا هم ونیسي او بېرته به یې افغانستان ته ولېږي.
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف امر کړی دی، چې له پاکستان څخه د غېر قانوني افغانانو د ایستلو پراخ عملیات دې وکړي او ټول افغانان دې بېرته افغانستان ته ولېږي.