مدني بنسټونه: د افغان ښځو د عدالت غږ د مادرید له ولسي محکمې پورته کېږي
خبریال: حیات الله داوري
افغانستان د مدني ټولنې څلورو بنسټونو له خوا د افغان ښځو لپاره د یوې ولسي محکمې د جوړېدو اعلان شوی چې هدف یې د طالبانو پر وړاندې د عدالت غوښتنه، د جنسيتي ځورونې پر وړاندې د معافیت فرهنګ له منځه وړل او د طالبانو د ظلم او ځپنې د عادي کېدو مخنيوی ښودل شوی.
یاد نوښت چې د روادارۍ بنسټ په ګډون د څلورو مدني بنسټونو د فعالانو لهخوا شوی، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو پر وړاندې د ظلمونو پر ضد یو عملي اقدام بلل شوی.
د ولسي محکمې دا نوښت به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې د هسپانیا په مادريد ښار کې د محکمې استماعي ناستې ولري چې د مادريد د حقوق پوهانو د اتحادیې په همکارۍ ترسره کېږي او نړیوالو ته به خپرې شي.

د روادارۍ موسسې مشرې مېرمن شهرزاد اکبر د یادې محکمې د اهمیت په اړه وايي: «موږ غواړو دا وښیو چې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کیدل خپله جرم دی. د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل پخپله د جنایت یوه بڼه ده او موږ غواړو له همدې لارې پر طالبانو فشار راوړو».
د روادارۍ په نوم د بشري حقونو موسسې د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې استماعیه ناستو کې به قربانیانې ښځې، مدني فعالان، حقوقپوهان، او د بشر حقونو نړیوال کارپوهان خپل شهادتونه وړاندې کړي.
څلور افغان څارنوالان، چې د جنسيتي تاوتریخوالي او نړیوال جزايي عدالت په برخه کې تجربه لري، دا مهال د تورنو کسانو پر دوسیو کار کوي او د نړيوالو قاضيانو پلاوی به د قضیو اورېدنه کوي. د قاضیانو نومونه به ژر اعلان شي او د محکمې پرېکړه به د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې صادره شي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا ولسي محکمه د عدالت نړیوالو غوښتنو یوه بشپړوونکې برخه ده.
دغه بنسټ د جرمونو نړیوالې محکمې وروستیو حکمونو ، چې د طالبانو د مشرانو د نیولو امر پکې شوی هرکلی کړی، خو وایي دا کافي نه ده. اعلامیه زیاتوي چې د خلکو دايمي محکمه د عدالت لپاره پراخ، دوامدار او قربانيمحوره حرکت ته اړتیا ویني.
د هغو مېرمنو د هویت د خوندیتوب په اړه، چې په ولسي محکمه کې شهادت ورکوي، مېرمن شهرزاد اکبر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «هغه مېرمنې چې دې محکمې ته د شهادت لپاره حاضرېږي، له افغانستان څخه بهر ژوند کوي او د طالبانو ظلمونه یې پخپله تجربه کړي دي. مېرمن شهرزاد زیاته کړه: «د شهادت ورکوونکو خوندیتوب او امنیت زموږ لپاره لومړیتوب لري.»
په اعلامیه کې د یوې افغانې فعالې چې مستعار نوم یې رخسار ښودل شوی، له قوله لیکل شوي: «موږ یوازې خواخوږي نه غواړو، موږ اقدام غواړو. او همدا اوس یې وخت دی.»v