The news is by your side.

د بیان ازادۍ مرکز: کاناډا دې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي

‎د بیان ازادۍ مرکز د افغان خبریالانو پر وړاندې روان وضعیت ته په کتو سره د کاناډا له حکومت نه غوښتي چې په کور دننه او بهر د افغان
خبریالانو ملاتړ روان وساتي.

خبریال: حیات الله داوري

یاد مرکز ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او مدني فضا له منځه وړل شوې ده.

‏‎د بیان ازادۍ مرکز شنبه (د زمري پر ۲۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د کاناډا له حکومته غوښتي: «د طالبانو د ظلمونو پر ضد او په افغانستان کې د خبریالانو په ګډون د ښځو، نجونو، هلکانو او نارینه‌وو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي.»

‎په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان خبریالانو ناسم وضعیت په نړۍ کې بې مثاله دی. دوی لیکلي: «موږ د کاناډا له حکومته غوښتنه کوو، چې د هغو افغان خبریالانو د مېشتېدنې لپاره زمينه برابره کړی، چې دا مهال په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې درېیمو هېوادونو ته د پناه غوښتلو لپاره په تمه دي.»

‎د بیان ازادۍ مرکز ټينګار کړی چې د تبعیدي خبریالانو لپاره دې د بیان د ازادۍ د ژوندي‌ ساتلو او مبارزې لپاره همکارۍ زياتې شي.

‎دغه مرکز په کاناډا کې دی چې د رسنیو د ازادۍ د ترویج، د افغان خبریالانو د ملاتړ او د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره کار کوي.

‎واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خبریالان او رسنۍ له ګڼو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او ان اوس هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

‎له دې سره د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان بیا تېره اوونۍ د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۳۹ ثبت شویو پېښو خبر ورکړ.

‎دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي.

‎د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۲ خبریالان وژل شوي، ۲۰ ټپيان، ۲۵۳ نيول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالانو سره ناقانونه چلند شوی، ۵ تښتول شوي، پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې او دغه ډول د خبريالانو د وېرولو او ځورولو نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance