صالح: د امریکا د مرستو بندېدو د طالبانو اقتصاد ګډوډ کړ
د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوریت پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته د طالبانو اقتصاد ګډوډ شوی دی.
هغه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي، چې طالبانو د ملکی ادارو د تېرې میاشتې معاشونه نه دي ورکړي او همدا راز د راتلونکو درې میاشتو لپاره هم نه شي کولای چې کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.
نوموړي همدا راز لیکلي دي، چې اوس هر څه د ډونالډ ټرمپ په لاسلیک او مهربانۍ پورې تړلي دي. هغه وویل چې لا هم معلومه نه ده چې د درې میاشتو وروسته به واشینګټن طالبانو ته خپلې مرستې بیا پیل کړي او که نه.
امرالله صالح وايي، چې د امریکا د مرستو له بندېدو سره د طالبانو اقتصاد ګډ وډ شوی دی او دوی نه شي کولای چې د هېواد اقتصاد مدیریت کړي، ځکه چې دوی یې وړتیا نه لري.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل حکومت په لومړۍ ورځ په ټولو هېوادونو باندې مرستې بندې کړې، چې دا به تر ۹۰ ورځو پورې بندې وي. بلخوا بیا د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو سره سم په افغانستان کې د ډالر بیه ورځ تر بلې پورته روانه ده.