عظمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړی شو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال لپاره د کال غوره لوبغاړی اعلان شو، چې د افغانستان کرکټ لپاره یوه بله ستره لاسته راوړنه ده.
د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي له خوا عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو لپاره غوره لوبغاړی اعلان شوی دی.
د عظمت الله عمرزي ترڅنګ د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي جایزې لپاره د سریلانکا دوه لوبغاړي او د ویسټ انډیز یو لوبغاړی هم نوماند شوي و، خو عظمت الله عمرزی پکې د ۲۰۲۴ کال غوره لوبغاړی اعلان شو.
د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبډله کې د افغانستان له خوا نه راشد خان غوره شوی دی، همدا راز د یو ورځنیو لوبغاړو د ۲۰۲۴ کال غوره لوبډله کې بیا رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر هم راغلي دي.