The news is by your side.

په سړو سیمو کې د ښوونیز کال پای؛ نجونې له ناهیلیو او بندیزونو سره مل کورونو ته ستنېږي

خبریال: حیات الله داوري

د افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونیز کال له ختمېدو سره سم، هغه نجونې چې شپږم ټولګی یې پای ته رسولی، د خوښۍ پر ځای په خپه زړه خپلو کورونو ته ستنې شوې. ځینو نجونو تېرکال هم دا هیله لرله چې ښايي طالبان ښوونځي پرانیزي، نو ځکه یې شپږم ټولګی بیا لوستی و، خو طالبانو لا هم نجونو ته د شپږم ټولګي نه پورته زده‌کړې «تر امر ثانوي» بندې کړي دي.

دا څلورم کال دی چې د شپږم ټولګي فارغې افغان نجونې له یو نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دي. هرکال زرګونه نورې نجونې هم له زده کړو بې‌برخې کېږي چې دا کار یې د رواني ستونزو، ناهیلۍ او بې‌برخلیکۍ لامل شوی دی.

امنه ایمان چې د پوهنې وزارت د پخواني معین محمد اصف ننګ لور ده، سږکال له شپږم ټولګي فارغه شوې ده؛ همدې ځای ته چې د ډېرو نجونو لپاره د زده کړو وروستۍ پړاو پاتې شوی دی. اصف ننګ لیکلي چې خپله لور یې په ارتقایي ټولګي کې پاتې کړه، ترڅو له ښوونځي څخه لرې نه شي او د زده کړو له چاپېریال بې‌برخې نه شي.

هغه لیکي: «دا سخت پړاو به هم تېر شي، خو موږ به د خداي په مرسته د هغې د زده کړو دوام ته لار پیدا کړو، ترڅو د وطن لپاره د هغې معصومانه هیلي خاورې نه شي.»

د خوست پوهنتون پخوانی استاد نورالله ښاد چې د یوې بلې زده‌کوونکې عافیې پلار دی، وايي چې د خپلې لور راتلونکي ته سخت اندېښمن دی. هغه په فیسبوک لیکلي چې لور یې زده کړې نه دي پرې ایښې، بلکې طالبانو پرې بندې کړې دي. هغه طالبانو ته لیکلي:
«ملا صیبانو، خدای ته وګورئ، داسې مه کوئ. په الله قسم، د وطن لوڼې به بیا مکتب او پوهنتون ته ځي. تاسې مه یې د ارمانونو مخه نیسئ، دا د نجونو د هیلو وژنه ده.»

اوس څلور کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو او مېرمنې له کار او بنسټیزو حقونو په منظم ډول لرې ساتل شوي دي. د ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په وینا، په نړۍ کې بل هېڅ هېواد کې پر نجونو دومره پراخ بندیز نه دی لګېدلی. دوی په وار وار له طالبانو غوښتنه کړې چې نجونو ته حقونه ورکړي، خو طالبانو تر اوسه هېڅ انعطاف نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې ښوونیز کال پای ته رسېږي، خو افغانې کورنۍ لا هم د خپلو اولادونو برخلیک ته خپه او ناهیلي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance