The news is by your side.

د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې دوه غړي ګوښه کړي

د پاکستان کرکټ بورډ وروسته له هغې چې په (۲۰۲۴) نړيوال جام کې يې خواشينوونکې ماتې وخوړې، د غوراوي کمېټې دوه غړي له دندو کوښه کړل.

د پاکستان کرکټ بورډ تاييد کړې چې د غوراوي کمېټې دوه غړو عبدالرزاق او وهاب رياض ته يې خبر ورکړی چې دوی دواړه نور د غوراوي کمېټې غړي نه دي او دندې يې پای ته رسېدلي دي.

عبدالرزاق نه يوازې د نرينه وو د غوراوي کمېټې غړی و، بلکې د ښځينه وو د غوراوي کمېټې غړی هم و، خو وهاب رياض يوازې د نرينه کرکټ لوبډلې د غوراوي کمېټې غړی و.

دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې پاکستان د (۲۰۲۴) شل اوريز نړيوال جام کې له امريکا او هندوستان څخه له خواشينوونکې ماتې وخوړې او په ګروپي مرحله کې له نړيوال جام څخه ووتل.

تر دې وړاندې وهاب رياض د غوراوي کمېټې د مشر په توګه دنده ترسره کوله، چې وروسته بيا د دې کمېټې غړی شو، نوموړي له پاکستانۍ لوبډلې سره نړيوال جام ته د مشر مدير په توګه هم سفر کړی و.

په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې شپږ مشران وهاب رياض، محمد وسيم، شاهد افريدي، انظمام الحق، هارون رشيد او مضباح الحق دي، بدل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په ياد نړيوال جام کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د نيوزيلينډ، استراليا او بنګلدېش په څېر پياوړو لوبډلو ته په ماتو ورکولو تر نيمه پايلوبې ځان رسولی و.

راپور: فياض حميد

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance